BBC navigation

ایران: 'مهمه هوکړه د اوږدې لارې پیل دی'

د خپريدو وخت: 04:22 گرینویچ - سه شنبه 14 جنوري 2014 - 24 مرغومی 1392
جواد ظريف

د ايران د بهر نيو چارو وزير محمد جواد ظريف بي بي سي ته ويلي دي ايرانيان باور کوي چې لوېديځوالو د دوی له سوله ييزه هستوي پروگرام سره له يوې نامناسبې او بې بنسټه لارې چلند کړى

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف بي بي سي ته وويل له نړيوالو سره د هېواد پر لانجمن اټومي پروگرام شوې هوکړه د يوې اوږدې او سختې لارې پيل دى.

ايران وايي د ملگرو ملتونو څارونکي به د راتلونکې شنبې په ورځ تهران ته ورسېږي چې راتلونکی نومبر په ژنیوا کې د شوې موافقې پلي کول پيل کړي.

ددغې موافقې له مخې چې د دوشنبې په ورځ يې پلي کول پيلېږي ايران هوکړه کړې چې د هغو بنديزونو چې د ايران اقتصاد يې ځپلى، د نرمولو په بدل کې خپل لانجمن اټومي فعاليتونه ودروي.

ايراني چارواکي وايي د را روانې شنبې په ورځ به د م . م ماهرين د هغې نړيوالې موافقې د پلې کولو لپاره تهران ته را ورسيږي چې د ايران د اټومي پروگرام د محدولو په موخه پرې روغه شوې.

ايران ددغې موافقې تر مخه چې د تېر کال نومبر کې ورباندې روغه شوې، پرې د لږېدلو اقتصادي بنديزونو د نرمولو لپاره به نړيوالې ټولنې ته د خپلو اټومي فعاليتونو د منظم څار او کتو اجازه ورکوي.

پېچلی بهیر

ايراني چارواکي وايي دغه موافقه چې تيرکال په ژنیوا کې پرې روغه وشوه ، د يوې اوږدې او پېچلې پروسې پيل دی.

د ايران د بهر نيو چارو وزير محمد جواد ظريف بي بي سي ته ويلي دي ايرانيان باور کوي چې لوېديځوالو د دوی له سوله ييزه هستوي پروگرام سره له يوې نامناسبې او بې بنسټه لارې چلند کړى:

"ايران هر وخت د لوېديځ په سر کې د متحدو ايالاتونو له دې ادعا نه چې گني ايران په دې پلمه غواړي اتومي وسلو ته انکشاف ورکړي، انکار کړی او خپل پروگرام يو سوله یيز هستوي پروگرام گڼي."

''په داسې حال کې چې د ايران پر وړاندې د ځينو لوېديځو هېوادونو خصوصاً د متحدو ايالاتونو کړنې له پامه غورځولى نه شو، خو هېله کوو چې پرمختگ وشي. او د اتومي پروگرام او د نورو مسائلو پر سر چې هغو نه يوازې د ايران او لوېديځ بلکې د سيمې په اړيکو يې سيورى غوړولى، ورته حل لارې ومومو. او وکولى شو له خپلې سيمې د ګواښ او بې ثباتۍ لاملونه له منځه يوسو، چې ورسره د باور د ښه باور يوه فضا رامنځ ته شي''.

ايران د تېر کال د ژنیوا د موافقې تر مخه اوس اجازه لري چې خپل يورانيم تر پنځو ښکته درجو پورې بډایه کړي او هغه چې يې تر پنځو زيات غني کړي له منځه به يې وړي.

ايران هر وخت د لوېديځ په سر کې د متحدو ايالاتونو له دې ادعا نه چې گني ايران په دې پلمه غواړي اتومي وسلو ته انکشاف ورکړي، انکار کړی او خپل پروگرام يو سوله یيز هستوي پروگرام گڼي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .