BBC navigation

د پاکستان لور ته د ایران د غازو په نل لیکې کار پیل شو

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391
ایران او پاکستان د غازو نل لیکه پرانیسته

په ایراني خاوره کې د دغو نل لیکو چارې بشپړې شوې دي.

د ایران او پاکستان ولسمشرانو محمود احمدي نژاد اصف علي زرداري په رسمي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي تړون له مخې د غازو نل لیکه پرانیسته.

پاکستان دغه غاز ته سخته اړتیا لري.

د پروژې له مخې، د ایران له خوا د غازو د نل لیکې غځولو چاره نژدې بشپړه شوې ده، خو پاکستان به د دوشنبې په ورځ د دغې پروژې لپاره بنسټیزه چارې پیلوي.

پر دې پروژې په لومړي ځل په ۱۹۹۴ میلادي کال کې خبرې پیل شوې او په پام کې وه چې د ګازو دا نل لیکه له پاکستانه هندوستان ته هم وغځوزل شي خو په ۲۰۰۹ کال کې هند ترې وروسته له هغه په شاه شو چې له امریکا سره یې اتومي تړون لاسلیک کړ.

د غازو د دغې نل لیکې اوږدوالی یوازې پاکستان کې ۷۸۰ کیلومترو ته رسېږي، چې د دغې پروژې په بشپړېدا به ټیک دوه کاله ولګېږي.

پر دې پروژې اوه نیم ملیارده ډالر لګښت راځي چې ډېره برخه یې ایران ګالي او پاتې نور به یې پاکستان ورکوي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي "دغه پروژه ایران ته د ډېرې پېمانې د غازو پلرورو فرصت ورکوي، چې د دغه هېواد د اټومي هڅو له ګړندي او غښتلتیا سره مرسته کولای شي".

دا نل لیکه به له بلوچستان نه د پاکستان نورو سیمه ته غځول کېږي.

واشنګټن پر دې اند دی، چې ګني "پاکستان کې د غازو د ډېرولو لپاره نورې لارې چارې هم شته".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند خبرې رسنیو ته وویل موږ په دې هکله خپلې اندیښنې له پاکستان سره شریکې کړي او که دا پروژه بشپړه شي نو جدي اندیښنې به وزېږوي.

ناګار

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي، چې ګني "د ایران او پاکستان ترمنځ د غازو د نل لیکې پر سر به د بل چا فشارونه ته هېڅ غاړه کښېنږدي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر تېر کال ویلي وو چې "د پاکستان او ایران ترمنځ د غازو د نل لیکې پروژه د هېواد د ګټو لپاره ده، بهرنیان که په هر نظر وي، دا زموږ خپله کورنۍ موضوع ده".

د بي بي سي خبریال مایک ولډریج وايي "پاکستان ددغې پروژې د پلی کولو په درشل کې له امنیتي ننګونو سره مخامخ دی، داسې چې د غازو دغه نل لیکې به په څپ- څپانده بلوچستان ایالت کې غځول کېږي".

امریکا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو پر نل لیکې ټینګار کوي خو پاکستاني چارواکي وايي هغه څه به ترسره کوي چې د دوی ملي ګټه په کې وي.

ایران په نړۍ کې د غازو ډېرې پراخې زېرمې لري، خو د نړیوالو فشارونو او بندیزونو له کبله یې تېرکال د خامو تېلو د خرڅلاو کچه سخته راټيټه شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .