مصر کې بالون چاودلی، ۱۹ سیلانیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 09:18 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

د پېښې په ځای کې د اې پي یوه خبریال اته مړي شمېرلي دي.

مصر کې د تودوخې له لارې الوتونکی بالون چاودلی، چې له امله یې ۱۹ سیلانیان وژل شوي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه د مصر په جنوبي الاقصر سیمه کې رامنځ ته شوې، چې یو سیاحتي ځای دی. ډېر وژل شوي برتانویان او فرانسویان دي.

خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي له خولې ویلي، چې د اور یوه لویه لمبه یې ولیده، چاودنه وشوه او له هغه وروسته یې ولیدل، چې د بالون ټوټې په کرونده کې وغورځېدې. د پېښې په ځای کې د اې پي یوه خبریال اته مړي شمېرلي دي.

الاقصر د نیل سیند په غاړه پرته سیمه ده او دې سیمې ته څېرمه د فرعونانو اړوند تر ټولو لرغوني ځایونه شته. له همدې امله دغه ځای ته ډېر سیلانیان ورځي.

"ډېر وژل شوي برتانویان او فرانسویان دي."

د تودوخې په وسیله د الوتونکو بالونونو له لارې سیمې ته د سیلانیانو د لېږدونکو ۸ شرکتونو یوه ویاند احمد عبود رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بالون کې هغه مهال د ګازو چاودنه وشوه، چې له ځمکې ۱۰۰۰ فوټه پورته یې الوتنه کوله.

د احمد عبود په وینا بالون کې یو چلوونکی او ۲۰ سیلانیان ناست وو، چې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وینا پېښه کې ۱۹ سیلانیان وژل شوي او بالون چلوونکی او یو سیلاني ژوندي پاتې دي. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي دوی دې لړ کې مصر کې له خپل سفارته معلومات غوښتي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .