پارک د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ په توګه لوړه وکړه

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391
پارک ګون های

های وویل، چې له شمالي کوریا سره به له عدالت ډکه تګلاره غوره کړي.

د دوشنبې په ورځ (فبروري ۲۵) پارک ګون های د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ په توګه لوړه وکړه

نوموړې د خپلو لسګونو مینه والو په مخ کې د هېواد ملي امنیت ټينګښت او اقتصاد غوړولو ژمنه وکړه.

په سیول کې هغې د ملي شورا په ودانۍ کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

نوموړې پخپله وینا کې، وویل، چې د هېواد ملي امنیت ورته لومړیتوب لري، خو د اقتصادي پراختیا چارې هم نه شي هېرولی.

دا وايي ''د شمالي کوریا له لوري اتومي تجربه ګڼو کوریايي وګړو ته د سر درد جوړ کړی دی. د هېواد د ملي امنیت لپاره د باور ترلاسه کول اوس ډېر ضروري دي.''

۶۱ کلنه ګون های د شمالي کوریا د مخکني مشر چونګ های لور ده، چې نوموړی دوې لسیزې د هېواد ولمسشر پاتې شوی دی.

پارک ګون های

  • د مخکني ولسمشر پارک چونګ های لور ده
  • د سوېلي کوریا لومړۍ ولسمشر ه، مور یې د شمالي کوریا یوه وسله وال له خوا په ۱۹۷۴ کې ووژل شوه
  • په ۱۹۹۸ کې ملي شورا ته کاندیده شوې وه
  • په ۲۰۰۷ کې هم ولسمشرۍ ته نومانده وه

هغه له خپل لیبرال سیال مون ګیه ان سره سختې سیاسي ډغرې ووهلې.

عدالت

د سوېلي کوریا نوې ولسمشرۍ ژمنه وکړه، چې له شمالي کوریا سره به له عدالت ډکه تګلاره اختیار کړي.

ګون های دا هم وویل چې ''د دواړو کوریاوو ترمنځ به د باور رامنځ ته کولو په برخه کې هڅې وکړم، تر هغه چې شمالي کوریا له خپلو اتومي فعالیتونو راوګرځي.''

دا زیاتوي: ''باور کولی شي چې د خبرو او یو بل ته د درناوي له لارې رامنځ ته شي، هیله منه یم چې شمالي کوریا پر نړیوالو تړونونو ودرېږي.''

آغلې های دې ته هم اشاره وکړه، چې د هېواد اقتصادي حالت یې رغولو ته اړتیا لري، چې په وینا یې ''حکومت باید کوچنۍ او لویې پروژې پیل کړي.''

هغې ژمنه وکړه، چې راتلونکی حکومت به لا ډېر شفاف او ځواکمن وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .