'ارګو' د اوسکار د غوره فلم جایزه وګټله

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

د فلم تولیدوونکي هېڅ جایزه ونه ګټله.

Amour فلم د په بهرنۍ ژبه د اوسکار غوره جایزه وګټله او د کال تر ټولو غوره فلم وګڼل شو.

خو Brave یا زړور فلم بیا د غوره فلم جایزه وګټله.

خو په "لینکولن" فلم کې لوبېدلي برتانوي لوبغاړي دانییل ډې لویس ته درې ځلې د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.

جینیفر لورانس ممثلې بیا د غوره ښځینه اداکارې جایزه وګټله، چې په ٍSilver Lining playbook فلم کې لوبېدلې ده.

"ارګو Argo” فلم، چې په ایران کې د امریکايي تښتول شویو کیسه انځوروي، د "غوره فلم" جایزه وګټله.

د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما د جایزو د وېش په مراسمو کې له اداکار جاک نیکولسن سره ګډون کړی و.

خو د فلم تولیدوونکي هېڅ جایزه ونه ګټله.

د اتریش "امور" فلم په بهرنۍ ژبه د ۲۰۱۳ کال د غوره فلم جایزه وګټله.

خو له "۵ ماتې کامرې" فلم سره بخت یاري ونه کړه، چې د لوېدیځې تراډې په بلعین مېنه کې یې سوله ییز مقاومت انځور کړی دی.

کریسټوف وولټرز ته په "Django unchained" فلم کې د غوره لوبېدلي لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

دانییل ډې لویس

په "لینکولن" فلم کې لوبېدلي برتانوي لوبغاړي دانییل ډې لویس ته درې ځلې د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.

دا دویم ځل دی، چې وولټز دویمه جایزه ګټي، په ۲۰۱۰ کال کې یې هم په "Inglorious Bastards" فلم کې د لوبېدو له برکته د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې وه.

د سینمايي فلمونو ډیزاینر کلودیو میراندا پخپله عاطفي وینا کې د خپلې بریا په اړه وویل "دغه فلم رښتیا هم خپل مقام وساته".

خو د غوره مستند فلم جایزه "Searching for sugar man" فلم ته ورکړل شوه.

د ویلو ده، چې د سږ کال اوسکار جایزو ته تر ۲۲۵ د ډېرو هېوادونو فلمونه نومول شوي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .