م.م. ایران په اټومي بټۍ کې پرمختللي ماشینونه لګولي

د خپريدو وخت: 20:16 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

د ملگروملتونو اټومي اداره اندېښمنه ده چې د پرچين په پوځي تاسيساتو کې پراخ بدلونونه رامنځ ته شوي دي

د ملگروملتونو اټومي اداره وايي ايران په لومړي ځل د نتنز په اټومي بټۍ کې د يورانيمو د پخولو په موخه د پرمختللو ماشينونو په نصبولو لاس پورې کړى دى.

له پخو يورانيمو نه کېدى شي چې د اټومي انرژۍ په توليد او يا هم اټومي بم په جوړولو کې کار واخيستل شي.

خو ايران وايي اټومي پروگرام يې په بشپړه توگه سوله ييزې موخې لري.

د ايران په اړه د ملگروملتونو وروستى رپوټ چې يوه نسخه د بي بي سي لاس ته ورغلې وايي د نتنز په اټومي بټۍ کې د يورانيمود پخولو پر مختللي ماشينونه نصبېږي.

"له ايران سره د پراخو خبرو اترو د پرمخ بيولو سره سره داسې کوم پرمختگ نه دى شوى"

د ملگروملتونو اټومي اداره

لويديځ اندېښمن دى چې ښايي دا به د ايران له لوري د هغو توکيو توليد گړندى کړي چې داټومي بم په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېداى شي.

ممکن چې دا راتلونکې اوونۍ د ايران او د نړۍ د لويو هېوادونو ترمنځ بل پړاو خبرې زيانمنې کړي.

د ملگروملتونو اټومي اداره دا رنگه اندېښمنه ده چې په څو وروستيو اوونيو کې د پرچين په پوځي تاسيساتو کې پراخ بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

اداره شک لري چې ښايي دغلته په اټومي وسلو پورې تړلي د ځينو چاوديدونکو توکيو ازموينې ترسره شوې وي. خو دا هغه څه دي چې ايران يې ردوي.

د ملگروملتونو اټومي اداره وايي له ايران سره د پراخو خبرو اترو د پرمخ بيولو سره سره داسې کوم پرمختگ نه دى شوى چې د ايران د اټومي فعاليتونو په اړه د شته پوښتنو سپيناوى وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .