تونس د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره مشورې کوي

د خپريدو وخت: 05:06 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391
حمادي الجبالي

الجبالي په تلوېزیوني مرکه کې وویل، چې راتلونکو ټاکنو ته نه کاندیدېږي.

د تونس لومړي وزير حمادي الجبالي د يوې ژوندۍ ټلويزيونې خپرونې پرمهال له خپلې دندې استعفا وکړه.

دغه گام يې وروسته له هغه پورته کړ، چې له تکنوکراتانو څخه د يوه نوي حکومت په جوړولو کې پاتې راغى.

هغه غوښتل چې د يوه مخالف مشر له وژل کېدو وروسته هېواد کې د رامنځ شوي سياسي کړکېچ د له منځه وړلو په موخه دغه ډول يو حکومت جوړکړي.

په پام کې ده چې د النهضة ګوند مشر راشد الغنوشي د نوي لومړي وزیر د ټاکلو پر سر له ولسمشر سره وګوري.

د النهضت ګوند چارواکو ، چې پارلمان تر ټولو ډېرې څوکۍ لري، ویلي، شاید دغه ګوند د ولسمشرۍ لپاره حمادي الجبالي بیا رامخې ته کړي.

خو الجبالي په تلوېزیوني مرکه کې وویل، چې راتلونکو ټاکنو ته نه کاندیدېږي.

سیاسي بې ثباتي

تونس په عربي پسرلي کې

  • ۲۰۱۰ دسمبر: د حکومت ضد مظاهرو کې سوداګر محمد بوعزیزي د خبرو پرمهال خپل ځان ته اور واچاوه، چې بیا وروسته ومړ
  • ۲۰۱۱ جنوري: زین العابدین بن علي د یو لړ مظاهرو او شخړو له کبله له ولسمشرۍ راولوېد
  • ۲۰۱۱ مارچ: د موقت ولسمشر له خوا نوی تیکنوکرات حکومت اعلان شو
  • ۲۰۱۱ اکتوبر: د عرب پسرلي پرمهال تونس کې د لومړي ځل لپاره رایې واچول شوې
  • ۲۰۱۱ دسمبر: منصف المرزوقي د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د النهضة حمادي جبالي لومړی وزیر شو
  • ۲۰۱۲ مارچ: سلفي اسلامپالو له پولسو سره د شرابو د خرڅلاو په اړه نښته وکړه
  • ۲۰۱۲ جون: بن علي په ۲۰۱۱ کې د مظاهره کوونکو د وژنې په جرم په عمري بند محکوم شو، عربستان یې پناه ونه منله
  • ۲۰۱۳ فبروري: مخالف سیاستوال شکري بلعید ووژل شو، د تیکتوکراټ حکومت جوړېدو اعلان وشو.

د تونس لومړي وزیر پر داسې مهال استفعا کړې ده، چې د دغه هېواد د یوه کیڼ اړخي سیاستوال شکري بلعید تر وژل ېدا وروسته هېواد کې سیاسي بې ثباتي ډېره شوې ده.

الجبال د یوه داسې نوي ایتلاف جوړولو هڅې کولې، چې د شکري بلعید تر وژل کېدو وروسته د تونس څپ څپانده سیاست ثابت وساتي.

د روانې میاشتې پر شپږمه د بلعید تر وژل کېدو وروسته په تونس او واکمن حکومت کې سیاسي بې ثباتي او اړدوړ ډېر شوي.

د بي بي سي د عربي چارو خبرياله لينا هوسي پرې رپوټ لري:

لومړي وزير حمادي الجبالي له خپلې څوکۍ څخه د استعفا د اعلان ترڅنگ دا هم وويل چې راتلونکو ټاکنو کې به ونه درېږي.

دده دغه گام وروسته له هغه راځي چې د النهضة الاسلامیة خپل گوند يې د نوموړي هغه پلان رد کړ چې د تکنوکراتانو څخه يو نوى جوړ کړي.

د کيڼ اړخي سیاستوال شکري بلعید له وژل کېدو سره حکومت کې د اسلامپالو او پر دين نه ولاړو سياستوالو د ملاتړو ترمنځ ژور درز رامنځ ته شو.

د هغه له وژل کېدو سره دارنگه لسگونه زره خلک لاروکوڅو ته راووتل او د حکومت د استعفا غوښتنه ېې وکړه.

ښاغلى جبالي وايي تونسيان له سياستوالو څخه نهيلي شوي دي او دې ته اړتيا شته چې باور بېرته ټينگ شي.

خو هغه وويل د حکومت د جوړولو لپاره د هغه د نوښت ناکامي په تونس کې د انقلاب د ناکامېدو په مانا نه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .