BBC navigation

د کوټې وژل شویو هزاره ګانو ښخول پيل شول

د خپريدو وخت: 12:54 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د وژل شویو خپلوانو تر درې ورځنيو مظاهرو وروسته د خپلوانو خښولو ته غاړه کېښوده.

د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه ښار کې د تېرې شنبې ورځې د وژل شویو هزاره ګانو ښخول پیل شوي دي.

د وژل شویو خپلوانو تر درېیو ورځو پورې خپل دوستان د دې اعتراض له کبله نه خښول، چې په وینا یې حکومت یې د ساتنې لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی.

دوی له حکومته د خپل ځان د حفاظت غوښتنه کوله.

د تېرې شنبې په ورځ د بلوچستان کوټه ښار کې یوې مرګونې چاودنې لږترلږه ۹۰ کسان ووژل، چې پړه یې پر لشکر جنګوي اورپکې ډلې واچول شوه.

په دغه برید کې تر ۱۶۰ ډېر کسان ټپیان شول، چې د برید اصلي هدف هزاره ګان وو.

هزاره ګان څوک دي؟

هزاره ګان
  • تر ډېره د افغانستان په غرني مرکزي ولایت بامیان کې مېشت دي، چې هزاره جات ورته وايي
  • د منګولیا او مرکزي اسیا له نسله یې بولي
  • افسانې ښيي، چې دوی د چنګیز خان او د هغه د پوځيانو له ټبره دي، چې په ۱۳مه پېړۍ کې یې پر افغانستان یرغل وړی و
  • ځینو شمېرو په کوټه کې د هزاره ګانو شمېر ۶۰۰ زره ښودلی، چې له افغانستانه ورغلي
  • سني سخت دريځي اسلامپالي هزاره ګان پاکستان کې له ایران سره په تړاو تورنوي

راپورونه وايي، چې د وژل شویو کسانو خپلوانو تر درېیو ورځو پورې خپل مړي نه خښول، خو کله چې پوځ په کوټه کې د مداخلې هوکړه وړه، دوی هم د خپلو وژل شویو دوستانو ښخول پیل کړل.

په تېره سې شنبې، د پاکستان پولیسو وویل، چې د دغه برید په تړاو یې ۱۷۰ شکمن کسان نیولي دي.

بم جوړوونکی

امنیتي سرچینو ویلي، چې پولیسو څلور کسان وژلي، چې یو په کې د شیعه ګانو د چاودنې بم جوړوونکی هم دی.

چارواکو مخکې ویلي وو، چې دا برید په ړندو سترګو شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر راجا پرویز اشرف امر کړی و، چې د دغو وژنو مسؤول کسان له منځه یوسي.

خو ځینو دا اندېښنه ښودله، که چېرې د لشکر جنګوي پرضد جدي اقدام ونه شي، شاید تر دې ډېرې خونړۍ وژنې وکړي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي کړۍ ددغو بریدونو د مخنیوي په تړاو ناکامې وبلل شوې.

د کوټې د دغې وژنې په اړه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

په تېره جنورۍ کې د کوتې په یوه سنوکر هال کې چاودنو لږترلږه ۹۰ کسان ووژل شول.

یوې بلې چاودنې بیا د روانې فبرورۍ په لومړیو کې د شیعه لمونځ کوونکو ۲۴ کسان ووژل.

په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان کې د وژل شویو شیعه ګانو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی.

د بي بي سي خبریال عمران علي وايي، تر دغو وژنو وروسته، بلوچستان، په تېره بیا کوټه ښار کې هزاره ګان د ډار او وېرې ژوند کوي.

ګڼ یې خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ کړي، او د خپل ځان لپاره دغه سیمه تر ټولو ډېره خطرناکه بولي.

کوټه د بلوچستان ایالت مرکز دی، چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، چې تر ډېره په کې جلا غوښتونکي فعالان هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي.

ښاغلی خليلي وايي، افغان دولت تراوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، خو په اړه به يي فکر وکړي.

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په کوټه کې سلګونه هزاره ګان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

نسل وژنه

د افغان ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي په پاکستان کې د هزاره توکمو وروستۍ وژنه نسل وژنه وبلله.

ښاغلي خليلي نن به کابل کې له هغو معترضینو سره وکتل، چې له تېرې ورځې راهیسې يي په پاکستان کې د وژل شویو هزاره توکمو د وژنې له کبله د نه خوړو اعتصاب کړی:

''د یوه قوم نسل وژنه ده. په تېرو دوو کلونو کې چې زه ورباندې خبر یم، څه باندې دری زره کسان هلته شهیدان شوي دي. خوښ یم، چې نړۍ، افغان دولت او ملګرو ملتونو د دغو جنایتونو پروړاندې جدي دریځ غوره کړی دی''.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .