"برتانیا او هند غوره همکاري کولای شي"

د خپريدو وخت: 13:37 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

ښاغلي کامېرون ویلي هیله من دی چې د بریتانیا او هندوستان اړيکې په ۲۱ مه پېړۍ کې د ژورې همکارۍ وي.

د برتانیا لومړی وزیر ډېوډ کامیرون د سوداګرو له یوه پلاوي د مخه هندوستان ته رسیدلی دی. د هغه د درې ورځني سفر هدف تر ۲۰۱۵ کاله پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، دوه برابره کول دي.

ښاغلي کامېرون ویلي هیله من دی چې د بریتانیا او هندوستان اړيکې په ۲۱ مه پېړۍ کې د ژورې همکارۍ وي.

د نوموړي په خبره برتانیا له هند سره د یووېشتمې پېړۍ یوه مهمه همکاري پیل کولای شي.

د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو مخکې ښاغلي کامېرون په یوه مرکه کې ویلي و، چې برتانیا به د هندي سوداګرو لپاره په ویزا پالیسي کې نرمښت وکړي.

نوموړي له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، چې هیله مند دی په الوتکه کې د الوتنې پر مهال د بالیووډ فلمونه وګوري.

د هند د دې سفر پر مهال، چې د برتاینا د لومړي وزیر په توګه د نوموړي دویم سفر دی، تمه کېږي، چې ښاغلی کامیرون به د هند له ولسمشر پرنب مکهرجي او لومړي وزیر منموهن سنګ سره هم وویني.

له نوموړي سره به د برتانیا د رولس رایس، بي ای اې سسټمز او بي پي په څېر لویو شرکتونو استازي هم په دې سفر کې ملګري وي.

له دې سره سره د فوټبال د انګلش پریمیر لیګ، پوهنتونونو او کوچنیو سوداګریزو ادارو استازي هم له ښاغلي کامېرون سره ملګرتیا کوي.

"ډېوډ کامېرون له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، چې هیله مند دی په الوتکه کې د الوتنې پر مهال د بالیووډ فلمونه وګوري."

د برتانیا او هند تر منځ د اوسنیو اړیکو د څرنګوالي په اړه د خبرو پر مهال نوموړي وویل، چې برتانیا او هند کولای شي، د یووېشتمې پېړۍ له مهمو همکارانو څخه و اوسي.

د نوموړي په خبره زموږ او هند تر منځ کلک تاریخي، ژبني، او کلتوري اړیکې شته، خو هغه څه چې ډېر په زړه پورې کېدای شي، هغه د دې اړیکو فرصتونه دي، چې تر اوسه ورڅخه ګټه نه ده اخیستل شوې.

د دې سفر یوه مهمه ځانګړتیا داده، چې په سختو ګمرګي قوانینو سربېره د (مثبتي همکارۍ) لپاره د (تاوده هرکلي) خبرې کېږي.

د برتانیا لومړي وزیر ویلي، چې کله د هندي سوداګرو لپاره د ویزا خبره وشي، نو د مذاکرتو پر مهال دی کولای شي، نور غوره وړاندیزونه مخې ته کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .