BBC navigation

حزب الله "د سوریې په کلیو بریدونه کړي"

د خپريدو وخت: 10:59 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391
حزب الله

حزب الله په سوریه کې د خپلو پوځيانو له لوري بریدونه رد کړي دي.

د سوریې مخالفان وايي، د لبنیان شیعه ډلې حزب الله جنګیالیو د سوریې پر ځینو کلیو بریدونه کړي دي.

د سوریې ملي شورا وايي، حزب الله هغه درې کلي په نښه کړي، چې له لبنان سره پر پوله پراته وو، چې درې لبناني شیعه ګان په کې وژل شوي دي.

دوی دغه برید د خپل ډول "لومړی برید "بللی دی.

حزب الله د سوري مخالفانو دغه ادعا رد کړې ده او دا نه مني، چې ګني سوریې ته یې جنګیالي استولي دي.

د لبنان چارواکو له وړاندې د حزب الله ډلې جنګي څانګه په سوریه کې په مداخلې تورنوي، خو د امریکا متحده ایالتونه وايي، د سوریې ځواکونه د حزب الله له خوا روزل کېږي، لوجستیکي ملاتړ یې کېږي او جنګي مشورې ورکوي.

د سوریې د ملي شورا د راپور پربنسټ، حزب الله جنګیالي د سوریې مرکزي سیمو ته د تېرې شنبې په ورځ ننوتل او هلته یې د حمص په قوصر سیمه کې پر درېیو کلیو بریدونه کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته د سوري مخالفانو یوه ویاند هادي العبدالله ویلي "په توغندیو او راکټو سمبال د حزب الله پلي جنګیالي دغو کلیو ته ورغلي. د سوریې خپلواک پوځ ددغه برید د شا ته کولو لپاره له هغو دوو ټانکونو کار واخیست، چې د اسد له ځواکونو یې نیولي دي. "

نوموړي د لبنان النهر ورځپاڼې ته دا د حزب الله ډلې له لوري په سوریه کې تر ټولو لوی برید بللی دی:

"د حزب الله د لاسوهنې په دې پېښه کې د سوریې د حکومت او هوايي پوځ ملاتړ هم له دوی سره ملګری و."

خو د حزب الله ډلې یوه ویاند، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، دغه برید تایید کړی او وايي چې درې شیعه ګان په کې وژل شوي، خو دا یې نه ده جوته کړې، چې وژل شوي د دوی غړي دي او که بل څوک.

اې ایف پي خبري اژانس د ویاند له قوله ویلي، چې وژل شوي کسان د خپل ځان د دفاع په حالت کې وژل شوي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، لږترلږه د سوریې پنځه مخالفان هم په دغه نښته کې وژل شوي.

د ایران له لوري له حزب الله ډلې سره ستر ملاتړ دی، چې د تهران چارواکي د سوري ولسمشر بشارالاسد د نظام ملاتړ هم کوي.

دا راپور وروسته تر هغو وروسته راغلی، چې د ایران د انقلابي یو جګپوړی قومندان له سوریې لبنان ته د سفر پرمهال ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .