سور صلیب: د اړتیا تر وخته افغانستان کې یو

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

د سره صلیب نړیواله کمیټه په ۱۸۶۳ کال کې له ټپي شویو سرتېرو سره د مرستې لپاره جوړه شوې وه.

افغانستان کې د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي د حالاتو له بدلېدو سره به د دوی تګلاره بدلون نه مومي، خپل بې پرې والی به ساتي او د جګړې له ځورېدولو کسانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د غه سازمان شاوخوا ۳۰ کاله مخکې په پېښور کې د افغانانو لپاره خپل خدمتونه پیل کړل او اوس په افغانستان کې دننه په۱۵ ولایتونو کې دفترونه او مرکزونه لري چې د دې ټولنې د چارواکو په وینا له هغو کسانو سره مرستې کوي چې جګړو کې اغېزمن شوي وي.

له زندانونو لېدنه، د بندیانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د لېدو کتو زمینه برابرول، له بې ځایه شویو خلکو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې، روغتیايي او ځینې نورې مرستې کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ویاند عبدالحسیب رحیمي په وینا دوی به په دې هېواد کې د حالاتو له بدلون سره خپله تګلارې نه بدلوي او خپلې چارې به په پرې توګه روانې ساتي:

"موږ نه یوازې نن، بلکې تل په یوه ټکي ټینګار کړی، موږ به تر هغه افغانستان کې یو، چې دلته بشري مرستو ته اړتیا وي. موږ هغو افغانانو ته ژمن یو چې له جګړې زیانمن شوي وي او خپلې مرستې به ورسره جاري ساتو."

د ښاغلي رحیمي په وینا تر دمه د دوی د چارو په وړاندې په جګړو کې ښکېلو خواوو د دوی درناوی کړی دی او له کوم ګواښ سره نه دي مخامخ شوي. خو د خپلو چارو په وړاندې جګړه یو عمده ګواښ بولي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۰۰ کارکوونکي لري چې ۲۰ سلنه یې بهرنیان دي.

افغانستان کې فعالیت

افغانستان کې د دغې کمېټې له فعالیتونو یو هم هغو کسانو ته د مصنوعي غړو جوړول دي چې په جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

کابل کې د سره صلیب اورتوپیدي مرکز ته ورغلم چې د چارواکو په وینا یې هره ورځ له ۲۰۰ـ۲۵۰ کسان هلته د روغتیايي ستونزو د حلولو لپاره ورځي. د دغه مرکز مشر نجم الدین هلال وايي دوی هر کال څه باندې څلور زرو جګړه ځپلو کسانو ته مصنوعي غړي جوړوي:

"په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې چې موږ دا پروګرام پیل کړی دی، ۱۱۶ زره معلولین مو رجستر کړي دي. چې نژدې ۴۰ زره تنه یې هغه کسان دي چې د وجود غړي یې پرې شوي دي. او پاتې نور یې هغه کسان دي چې له جګړې سره تړلي نه دي."

د سره صلیب نړیواله کمیټه په ۱۸۶۳ کال کې له ټپي شویو سرتېرو سره د مرستې لپاره جوړه شوې وه. چې دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ستر مرستندویه سازمان بلل کېږي.

افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي د مرستې پر مهال له اړو کسانو پوښتنه نه کوي چې په چا پورې تړلي دي او خپلې چارې په بې پرې توګه ترسره کوي، نو ځکه یې د حکومت مخالفین هم د چارو مخه نه نیسي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .