د کوټې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۸۵ شو

د خپريدو وخت: 20:57 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

په تېر کې شیعه مشرانو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان حکومت په نه وړتیا او یا هم له توندلارو سره د لاس درلودو تور لګولی دی.

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د هغې بمي چاودنې له امله چې د شنبې په ورځ وشوه د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ کسانو ته ورسېد. په دې چاودنه کې ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

د بلوچستان ګورنر ( والي) ذوالفقار مګسي ویلي، د دې پېښې مسوول د پاکستان امنیتي ادارې دي، چې یا خو نااغېړي کوي او یا هم ډاریږي، چې دوی به په نښه شي.

د بلوچستان پولیسو ویندوی بي بي سي ته ویلي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ کسانو ته رسېدلی. د نوموړي په وینا د چاودنې لپاره له اته سوه نه تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې باروت کارول شوي دي.

د پېښې پر ضد په کوټه ښار کې اعتصاب اعلان شوی، دوکانونه تړلي او ځايي حکومت په ټول بلوچستان ایالت کې رسمي ویر اعلان کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په شمول یو شمېر سیاسي ګوندونو د شیعه سازمانونو د اعتصاب ملاتړ کړی.

د بلوچستان ګورنر د شنبې په ورځ وویل چې زموږ امنیتي ځواکونه یا خو د برید ګرو د موندلو وړتیا نه لري او یا هم دوی ډاریږي، چې هسې نه دوی په نښه شي.

دا برید د کوټې په شیعه مېشته سیمه کې شوی دی. ويل کېږي چاودنه د هزاره ګانو په یوه مارکېټ کې شوې ده.

رپوټونه وايي زيات نور کسان هغه مهال ټپيان شول چې بم له ګڼې ګوڼې په يوه ډک بازار کې وچاودېد.

د قربانيانو ډېری يې د پاکستان شيعه لږه کي دي چې د سني وسله والو له لوري بيا بيا تر بريدونو لاندې راغلي دي.

دا په تېرو پنځو اوونیو کې د کوټې په ۶ لکه کسیزه هزاره مېشته سیمه کې دویم خورا لوی برید دی چې را منځ ته کېږي.

په همدې ښار د جنورۍ میاشتې په ۱۰ د سنوکر په یوه کلب کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا ۹۲ کسان يې په کې ووژل او ۱۲۱ نور يې ټپیان کړل.

د هغه بریدونو پړه د لشکر جنګوي ډلې پر غاړه اخیستې وه او د ځینو رپوټونو له مخې همدې ډلې دا ځل هم پړه منلې ده.

د شنبې ورځې چاودنه داسې یوه مارکېټ ته نژدې شوې چې خوراکي توکي، سابه او ترکاري په کې خرڅېده.

ورسره څنګ ته د ژبې او کمپیوټرونو مرکزونه هم و.

برید هم ماسپښین مهال هغه وخت وشو چې خلکو په ځانګړي توګه ښځو د ماښام لپاره سودا کوله او ماشومان له ټولکیو را وتل.

ويل کېږي چاودنه دومره زوروره وه چې نژدې ودانۍ يې وزنګولې او له پولیسو سره وېره وه چې ښايي ډېری خلک تر خاورو خځلو لاندې وي.

په تېر کې شیعه مشرانو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان حکومت په نه وړتیا او یا هم له توندلارو سره د لاس درلودو تور لګولی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .