هند پاکستانی پوځي په ډزو وژلی

د خپريدو وخت: 18:27 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

پر کشمېر چې دواړه هېوادونه یې خپل ګڼي د هند او پاکستان لانجه له ۶۰ کلونو راهیسي روانه ده.

هندي چارواکي وايي یو پاکستانی پوځي یې وروسته له هغه په ډزو وواژه چې په کشمیر کې د هند خاورې ته وا وښت او مشکوک کارونه یې ترسره کول.

خو پاکستان وايي د دوی یوه پوځي لار ورکه کړې وه او په تېروتنې هند ته اوښتی و.

د هندوستان پوځ وايي یو پاکستانی پوځي یې وروسته له هغه وواژه چې په کشمیر کې له پولې هاخوا د هند خاورې ته واوښت.

هندي پوځي چارواکي وايي د ځینو مشکوکو چارو له لیدلو وروسته له پاکستاني پوځي سره په جګړه کې ښکېل شول چې په پایله کې یې پاکستانی پوځي ووژل شو او دوه هندي پوځیان ټپیان دي.

پر کشمېر چې دواړه هېوادونه یې خپل ګڼي د هند او پاکستان لانجه له ۶۰ کلونو راهیسي روانه ده.

دغلته د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د ډزو تبادله نا آشنا خبره نه ده خو داسې لږ پېښېږي چې مرګ ژوبله دې هم ولري.

دغه راز پاکستاني چارواکو هم د پولې په اوږدو کې د ډزو رپوټ ورکړی خو دا څرګنده نه ده چې همدغه پېښه یادوي او که بله.

خو پاکستاني چارواکي وايي د دوی یوه پوځي لار ورکه کړې وه او په تېروتنې هاخوا اوښتی و.

د چارواکو وینا ده چې له هند نه یې غوښتنه کړې چې د پاکستاني د پوځي مړی ور وسپاري.

تېره میاشت هم د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ په ورته نښتو کې درې پاکستاني او دوه هندي پوځیان ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .