تر چاودنې وروسته د چین لویه لار ونړېده

د خپريدو وخت: 07:39 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

تر اوسه د چاودنې لامل نه دی څرګند شوی.

د چین په مرکزي سیمه کې لویه لار تر هغه وروسته ونړېده، چې د اورلوبو کارکوونکو یو لېږدوونکی ګاډی چوول شوی، چې لږترلږه پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

د چین ملي رادیو ویلي، چاودنه د جمعې په ورځ (فبروري لومړۍ) په هینن ولایت کې د یوه لوړ پله پر سره شوې ده.

تر چاودنې وروسته پر دغه لاره ګڼ تېرېدونکي ګاډي لوېدلي دي.

تر اوسه د ګاډي د چاودنې علت نه دی مالوم شوی.

که څه هم چینايي رادیو د وژل شویو شمېر پنځه ښودلی، خو شینخوا خبري اژانس ویلي، چې پېښه کې څلور کسان وژل شوي.

دا چاودنه داسې مهال شوې، چې د چین د نوي کال د اورلوبو موسم ته ایله اته ورځې پاتې دي.

د چین رادیو پر وېب پاڼې د ۲۶ وژل شویو کسانو په اړه خپور شوی راپور تر لږ څنډ وروسته لیرې شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې ځینې ګاډي د چاودنې د زور له کبله له چټکې لارې اوښتي دي.

شینخوا خبري اژانس وايي، چې شپږ اوښتي ګاډي موندل شوي، چې دا مهال د ژغورنې ډلې په کار بوختې دي.

دغه اژانس وايي، چې په پېښه کې اته کسان سخت ټپیان شوي.

د چين پر ملي تلوېزیون د پېښې انځورونه خپاره شوي، چې د تلوېزیون په وینا، تر اوسه لس غټ ګاډي تر پله لاندې موندل شوي.

د چین رسمي شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۱ کال کې د ترافیکي پېښو له کبله په ټول چین کې تر ۶۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

تر ډېره د دا ډول وژنو پړه پر د چلوونکو پر نه پاملرنې او بې باکۍ اچول شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .