مصر کې د اورګاډو ټکر ۱۹ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 06:44 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

په تېر نومبر کې په اسیوط کې د ازهر د یوه دیني بنسټ د زرده کوونکو یو لېږدوونکی بس له یوه اورګاډي سره ټکر شو، چې لږترلږه ۵۰ ماشومان په کې ووژل شول.

د مصر الجیزه ولایت کې د دوو اورګاډو د ټکر په پایله کې لږترلږه ۱۹ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ژوبل شوي دي.

د مصر الشرق الاوسط رسمي خبري رسنۍ د روغتیا وزارت په حواله ویلي، چې پېښه د یوه پوځي اورګاډي، چې پوځيان په کې سپاره وو، او د توکو د لېږد له یوه اورګاډي سره د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.

وزارت وايي، د ټکر له کبله د پوځي اورګاډي ټایرونه وتلي، چې له پټلۍ د دواړو اورګاډو د اوښتلو سبب شوی دی.

په الجیزه ولایت کې یوه جګپوړي امنیتي مسؤول وویل، پوځيان لېږدوونکی اورګاډی له اسیوط څخه قاهرې ته روان و.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویليو د اورګاډي وروستی ټایر له بل اورګاډي سره ټکر شوی، چې څو ځلې اوښتی دی.

د البدرشین روغتون یوه ډاکټر عمر توفیق بي بي سي ته وویل "په پېښه کې ۲۳ کسان ټپیان او څلور وژل شوي."

توفیق زیاتوي "نور ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي دي."

په تېر نومبر کې په اسیوط کې د ازهر د یوه دیني بنسټ د زرده کوونکو یو لېږدوونکی بس له یوه اورګاډي سره ټکر شو، چې لږترلږه ۵۰ ماشومان په کې ووژل شول.

څلور کاله مخکې، په الجیزه سیمه کې دوه مسافر وړونکي اورګاډي وجنګېدل، چې لږترلږه ۱۸ کسان په کې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

او په ۲۰۰۲ کال کې، هم د قاهرې په یوه اورګاډي کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۳۷۳ کسان ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .