د اسلام اباد لاریون کې تاوتریخوالی شوی

د خپريدو وخت: 05:11 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391
طاهرالقادري

طاهرالقادري په راتلونکو ټاکنوې کې اصلاحات او د قضايي قوې د واک ډېرېدل غواړي.

په اسلام اباد کې ولسي صوفي عالم طاهرالقادري ویلي، تر هغه چې پارلمان نه وي منحل شوی لاریون به کوي، او اسلام اباد ته د واک ترلاسه کولو لپاره نه دی تللی.

رپوټونه وايي د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب شوی، چې امنیتي ځواکونو هوايي ډزې هم کړې دي.

هغه نن ګهیځ خپلو لس ګونو زرو پلویانو ته وویل چې دوی د دې ځواک لري چې حکومت استعفا ته اړ کړي. عالم طاهر القادري سهار وختي له لاهوره اسلام اباد ته ورسېد.

نوموړي خپلو پلویانو ته وویل چې وروسته د پارلمان مخې ته راټول شي او حکومت و ننګوي چې چارې پرېږدي.

کلېکاږل د لاریون انځوریز راپور وګورﺉ

رپوټونه وايي، پلازمېنه اسلام اباد کې پولیس له لاریون کوونکو سره په اخ و ډب کېوتي دي.

رپوټ وايي، اخ و ډب وروسته تر هغه پیل شو، چې لاریون کوونکو د پارلمان ودانۍ بهر پر امنیتي ځواکونو تیږې وویشتې.

طاهرالقادري، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتنه کويو له لاهوره د تېرې یکشنبې په ورځ زرګونو پلویانو سره د اسلام اباد پر لور خوځېدلی، چې د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته اسلام اباد ته ورسېدل.

پاکستاني واکمن چارواکي القادري په دې هڅه تورنوي، چې ګني ټاکنې دې تر راتلونکې مې میاشتې پورې وغځولې شي.

دغه صوفي ملا په راتلونکو ټاکنو کې په حکومت کې د پوځ او قضايي ارګان د لا ډېر نفوذ غوښتونکی دی.

د پاکستان د حکومت د واکمنۍ دوره په راتلونکي مارچ کې پای ته رسېږي، چې تر دغې نېتې وروسته د شپږو اوونیو د ننه باید ټاکنې وشي.

د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته د القادري زرګونه ملاتړي اسلام اباد ته ورسېدل.

د القادري ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، لاریون کوونکو هڅه کوله، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د طاهرالقادري د نیولو مخه ونیسي.

د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ و ډب پرمهال د ډزو راپور هم ورکړل شوی، خو وايي لا مالومه نه ده، چې ډزې چا کړې دي.

دغه پاکستانی ملا د مخکني ولسمشر پروېز مشرف له ټینګو ملاتړو څخه و، چې په ۱۹۹۹ کال کې د یوې کودتا په پایله کې واک ته ورسېد.

له هماغه مهاله القادري د مشرف تر خاصې څارنې او پاملرنې لاندې و، چې بیا په ۲۰۰۶ کې کاناډا ته ولاړ او هلته یې د یوې خیریه ټولنې چارې پیل کړې.

په تېر دسمبر کې، القادري پاکستان ته ستون شو چې په لاهور کې پرې زرګونه ملاتړي راټول شول، خو دا لا جوته نه ده، چې د ټول هېواد په کچه څومره ملاتړي لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .