BBC navigation

عراق کې چاودنو ۱۱ کسان ووژل

د خپريدو وخت: 11:08 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

په دې ورځو کې کربلاء ښار ته د شیعه زیارت کوونکو د ورتګ وخت هم دی.

عراقي چاراوکو ویلي، چې ددغه هېواد ځینو ښارونو کې د بمي چاودنو په پایله کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د عراق په ځینو ښارونو کې د چاودنو له کبله لږترلږه ‍۱۱ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان دي.

عراقي پولیس وايي، د چاودنو لړۍ د عراق په ګڼو برخو کې پیل شوه.

د بغداد په جنوب المسیب سیمه کې د یوه کور ترڅنګ په چاودنه کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي.

په شمالي کرکوک ښار کې بیا لاسي بم هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د فرانسې خبري اژانس د امنیتي او طبي سرچینو په حواله ویلي، چې دوه کسان د دوشنبې پر ګهیځ د بال ولایت کې وژل شوي.

برید په ګاډي کې د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوی دی.

بابل د بغداد په جنوب کې سل کیلومتره لیرې دی.

د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې "د بابل ولایت د دېوان ودانۍ مخې ته یو ګاډی ولاړ و، چې په چاودلو یې دوه کسان ووژل شاو ۱۷ نور یې ټپیان کړل."

سرچینه زیاتوي "چاودنې ځینو سوداګریزو ځایونو ته هم سخت زیان اړولی دی."

له څو ورځو راهیسې عراقي چارواکو په ګڼو ښارونو کې زرګونه امنیتي سرتېري او پولیس د امنیت ټینګښت ته ځای پرځای کړي.

په دې ورځو کې کربلاء ښار ته د شیعه زیارت کوونکو د ورتګ وخت هم دی.

په عراق کې وړاندې څو ځلې پر شیعه زیارت کوونکو مرګوني بریدونه شوي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .