سوريه کې بمبارۍ "لسګونه کسان وژلي"

د خپريدو وخت: 01:55 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

که د دغو راپورونو پخلی وشي، دا به سوريې کورنۍ جګړه کې تر ټولو مرګونې بمباري وي

له سوريې نه راپورونه وايي چې د دغه هېواد مرکزي حما ولايت په حلفايا مېنه کې لسګونه خلک هغه مهال وژل شوي چې د ډوډۍ پخلنځي ته د ولاړو کسانو پر کتار هوايي بريد وشو.

دغه ښارګوټۍ په تېره نژدې موده کې د ياغيانو له لوري نيول شوی دی.

دغه پېښه په داسې وخت کې کېږي چې د سولې نړيوال استازی لاخضر ابراهيمي د دغه کړکېچ پای ته رسولو په موخه خبرو لپاره پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی.

د حلفايا مېنې دغې پېښې په اړه يو شمېر وېډيو ګانې چې پر انټرنېټ خپرې شوې وېروونکي انځورونه ښيي، چې پرې شوي جسدونه په کې پر سړک او لارو پراته او په کنډوالو کې يو پر بل امبار شوي دي.

ژغورونکيو ټپيان پر خپلو شاوو، پر موټرسايکلونو، پېکپ لاريو او په هر هغه څه کې لېږدول چې دوی کولی شوی د وېرې له دغه ځايه يې يوړی شي.

پېښه هغه مهال وشوه، چې د فعالانو او بشري حقونو ډلو د ويناوو له مخې حکومتي جېټ الوتکو د دغه ښار ډوډۍ پلورنځي بهر د خلکو پر ولاړ کتار بريد وکړ.

فعالان وايي په بريد کې ۹۰ کسان وژل شوي، که د سوريې فعالانو دغو راپورنو پخلی وشي، دا به د دغه هېواد کورنۍ جګړه کې تر ټولو مرګونې بمباري وي.

حلفايا په دغه سيمه کې له يو شمېر هغو مېنو ده، چې تېره اوونۍ يا نژدې موده کې د حکومت مخالفو جنګياليو د داسې هلوځلو بهير کې نيولي چې له مخې يې غواړي تر خپل کنټرول لاندې سيمو سره تړلو په موخه د حما ولايت تر خپلې ولکې لاندې راولي.

لکه څنګه چې ډېر ځله پخوا هم پېښ شوي، حکومت له لاسه ورکړيو سيمو کې په خورا زيات ځواک او زور سره ځواب ويلی دی.

د بشري حقونو ډلو له دې وړاندې پر واکمن نظام تور لوګولی چې د ډوډۍ پر کتارونو په قصدي ډول بريدونه کوي، او لږترلږه د درونو وسلو کارونه کې توپير نه کوي.

د سولې هلې ځلې

دغه پرمختياوې په داسې وخت کې کېږي چې د سولې نړيوال ځانګړی استازی لاخضر ابراهيمي تر دې مهاله په يوه نا اعلان شوي ماموريت کې دمشق ته رسېدلی دی.

په دې پړاو کې د خبرو له لارې د کوم حل راوتنې په اړه هيله خورا کمه ده.

مخالف جنګيالي لا نورې سيمې نيسي او لاندې کوي، او د بري احساس نژدې ښکاري، په داسې حال کې چې ولسمشر بشار الاسد لا تر دې مهاله د تېرېدو يا ښکته کېدو هېڅ نښه نه ده ښوولې، چې د هر ډول خبرو لپاره د مخالفانو مهم مخکينی شرط دی.

د سوريې ۲۱ مياشتنۍ جګړه کې مخالف جنګيالان د ولسمشر بشار الاسد نظام پر وړاندې جنګېږي، چې د مخالفو ډلو په وينا په کې څه د پاسه ۴۴ زره خلک وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .