برتانیا په ۲۰۱۳ کال کې خپل ۳۸۰۰ سرتېري وباسي

د خپريدو وخت: 17:19 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

ښاغلي کامرون دا اعلان د امريکا له ولسمشر بارک اوبا ما سره تر اوږدو ويډيويي خبرو وروسته وکړ.

د برتانيا لومړي وزیر ډيويډ کامرون اعلان وکړ چې د نوي ميلادي کال تر پايه به خپل نژدې نيمايي عسکر له افغانستانه وباسي.

ښاغلي کامرون د چارشنبې په ورځ (د ډیسمبر ۱۹مه) خپل پارلمان ته وويل چې د عسکرو دا وتل به پسرلي کې پيلېږي او دا به د ها بل کال تر پايه د نورو پاتې عسکرو ايستلو لپاره لاره هواره کړي.

لومړي وزیر کامرون وویل چې د دې سره به د ۲۰۱۳ کال تر پایه د برتانوي عسکرو شمېر ۵۲۰۰ ته را ټېټ شي.

لومړي وزیر کامرون وویل زموږ او افغان ځواکونو د برياليتوبونو او د ٢٠١٣ کال ترپايه د کنډک له کچې د لوا هغې ته د روزنې د رسيدو له کبله دا شونې کېږي چې په دوو پړاوونو ، يعني ٢٠١٣ او ٢٠١٤ کلونو کې خپل عسکر له افغانستانه وباسو او ښايي چې ٢٠١٣ ترپايه زموږ ٥٠٠٠ عسکر له دې هېواده وايستل شي.

اوس مهال نژدې ٩٠٠٠ برتانوي عسکر په افغانستان کې مېشت دي چې ټاکل شوې ده خپل پوځي ماموريت د ناټو له نورو پوځيانو سره يو ځاى د ٢٠١٤ په پاى کې بشپړ کړي او چارې به افغان ځواکونو ته سپاري.

خو ډیویډ کامرون وویل له مودې وروسته به هم یو شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي. د پاتې پوځیانو دنده به د افغان پوځیانو روزنه او د لوجستيکي کارونو سمبالول وي.

د دې تر څنګ د برتانیا د دفاع وزارت یو جنرال ډیویډ ریچرډز وايي د افغانستان پوځ او پولیس ډېر پرمختګ کړی او د امنیت لوی مسولیت پر غاړه اخلي.

ښاغلي ریچرډ زیاتوي چې افغانستان کې ماموریت پر سمه لار روان دی.

ښاغلي کامرون دا اعلان د امريکا له ولسمشر بارک اوبا ما سره تر اوږدو ويډيويي خبرو وروسته وکړ.

د ولسمشر حامد کرزی یو ویاند دا منلې چې لومړي وزیر کامرون له ولسمشر کرزي سره هم په دې موضوع ټیلیفوني خبرې کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .