BBC navigation

د مصر لوی څارنوال استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 06:11 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391
طلعت ابراهيم عبدالله

لوی څارنوال طلعت د عبدالمجید محمود پرځای وټاکل شو، چې په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد مرسي له خوا لیرې شوی و.

د مصر دولتي څارنوال يا ''مدعي العموم'' په خپلې نوې دندې کې له يوې مياشتې تېرولو استعفا کړې ده.

طلعت ابراهيم عبدالله د ولسمشر محمد مرسي له خوا ځانته د پراخه واکونو ورکولو وروسته ټاکل شوى و.

دا استعفا د عدليې د کارکوونکو له خوا د احتجاجونو په تعقيب کېږي، اعتراض کوونکو د ولسمشر له خوا د پخواني دولتي څارنوال گوښه کول د عدليې په ازادۍ گوزار بللى و.

بل لوري ته بېلابېلو ډلو د ''ملي ژغورنې جبهې'' په اساسي قانون د ټولپوښتنې پر ضد نن د نوو مظاهرو غږ کړى دى.

ددې ټولپوښتنې لومړى پړاو د تېرې شنبې او دويم پړاو به ېې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي.

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې عالي قضايي شورا به پر راتلونکې یکشنبې د لوی څارنوال د استعفا په اړه وغږېږي.

په راتلونکې شنبې د مصر د لانجمن اساسي قانون د ټولپوښتنې دویم پړاو پیلېږي.

لوی څارنوال طلعت د عبدالمجید محمود پرځای وټاکل شو، چې په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد مرسي له خوا لیرې شو.

د لویې څارنوالۍ ګڼو غړو د لویې څارنوالۍ ودانۍ مخې ته لاریون وکړ او د لوی څارنوال د استعفا غوښتنه یې کوله.

په مصر کې ډېری قاضیانو، قانون پوهانو او د لویې څارنوالۍ کسانو د لوی څارنوال په توګه د ابراهیم ټاکل ناقانونه کار بللی و؛ ځکه چې په وینا یې د قضا د عالي شورا له لوري نه وو ټاکل شوی.

د لویې څارنوالۍ ګڼو غړو د لویې څارنوالۍ ودانۍ مخې ته لاریون وکړ او د لوی څارنوال د استعفا غوښتنه یې کوله.

د قضا عالي شورا

د عدلیې وزیر احمد مکي ویلي، چې د لوی څارنوال استعفا د قضا عالي شورا پورې اړه لري، او همدغه شورا یې د ګمارلو او لیرې کولو واک لري.

وړاندې ویل شوي وو، چې لوی څارنوال د اساسي قانون په اړه د ټولپوښتنې تر پایلو وروسته د استعفا نیت درلود.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .