د مصري ټولپوښتنې پایلې وځنډېدې

د خپريدو وخت: 05:51 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

د ټولپوښتنې پرمهال د اړدوړ خبرونه هم ورکړل شوي دي.

په دا سې حال کې چې په مصر کې د اساسي قانون په اړه لانجمنه ټولپوښتنه کېدله د تاو تریخوالي څو پېښې تر سره شوې دي.

د حکومت مخالف ګوند وایي اسلامپالو د پټرولي بمونو له لارې په قاهره کې د دوی په مرکزونو بریدونه کړي دي، خو د کلکو امنیتي ګامونو په ترڅ کې رایه ورکول سم ترسره شول.

لومړی پړاو په تېره شنبې پای ته ورسېد، خو ویل کېږي، چې د ټولپوښټنې رسمي پایلې به تر راتلونکې اوونۍ پورې اعلان نه شي.

فرانس پرېس خبري اژانس د اخوان المسلمین ګوند د سرچینو په حواله ویلي، چې په ټولپوښتنه کې ۷۰ کسانو دغه قانون ته د "هو" او ۶۶ نورو بیا د "نه" رایه ورکړې ده.

خو رویټرز خبري اژانس بیا ''د ازادۍ او عدالت ګوند'' د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې په ګډون کوونکو کې ۵۶ اعشاریه پنځو د "هو" رایه ورکړې ده.

میلیونونو مصریانو په تېره شنبې د نوي اساسي قانون په لانجمنه ټولپوښتنه کې ګډون وکړ، چې په ترڅ کې یې د مخالفینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځ ته شو.

د اساسي قانون له مادو څخه

  • شریعت (اسلام) د قانون جوړونې اصلي سرچینه ده
  • د شریعت په اړوندو چارو کې له
    الازهر -سني مذهبه بنسټ- څخه مشوره اخیستل کېږي
  • د مسیحیانو او یهودانو لپاره مسیحیت او یهودیت د قانو جوړونې اصلي سرچینې دي
  • مذهبي ازادي به یوازې پر مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو پورې محدوده وي
  • ولسمشر ددو پړاوونو لپاره -(چې هریو یې څلور کاله دی) – په څوکۍ پاتې کېدی شي

د ټولپوښتنې په لومړي پړاو کې، چې د ټولټال ۵۱ میلیون کسانو له ډلې نژدې ۲۶ میلیون خلکو په کې ګډون کړی و.

د ټولپوښتنې دویم پړاو به د روان دسمبر پر ۲۲ مه په پاتې ولایتونو کې پیل شي.

د ویلو ده، چې ددواړو پړاوونو رای اچونه وروسته تر هغه شوې، چې ځینو قاضیانو د ټولپوښتنې له څارنې ډډه کړې وه.

د مصر د ټاکنو عالي شورا د تېرې شنبې ورځې د ماخوستن تر یوولسو بجو پورې د ټولپوښتنې وخت وغځاوه.

سلاکار ‎ زغلول البلشي ددغې شورا د عام څارونکي دنده لرله، او خبریالانو ته یې وویل چې "د یکشنبې ورځې تر ګهیځه د رای اچونې وخت غځول د ولسمشر محمد مرسي فرمان ته اړتیا لري."

امنیتي اجرات

د ټولپوښتنې په لومړي پړاو کې، چې د ټولټال ۵۱ میلیون کسانو له ډلې نژدې ۲۶ میلیون خلکو په کې ګډون کړی و.

مصري چارواکو د ټولپوښتنې پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، او د ټولپوښتنې په ولایتونو کې یې زرګونه پولیس او امنیتي کسان ګمارلي وو.

راپورونه وايي، چې د الوفد ګوند دفتر ودانۍ مخې ته سلګونه کسان هغه مهال محاصره شول، چې پر دغې ودانۍ یې د برید تابیا کوله.

دوی پر ودانۍ تیږې هم ویشتلې، خو پولیسو یې مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي "د کورنیو چارو وزیر له څو ساعتونو راهیسې حالات څاري ."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .