مصر: رایې اچوونه کې د ګډونوالو شمېر ډېر دی

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

رپوټونه وايي مصر کې د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د ټول پوښتنې په لومړي پړاو کې د رایې ورکوونکو شمېره ډېره لوړه ده.

مصر کې د دغه هېواد لپاره د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د ټول پوښتنې په لړ کې رایې اچول کېږي.

رپوټونه وايي په مصر کې د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د ټول پوښتنې په لومړي پړاو کې د رایې ورکوونکو شمېره ډېره لوړه ده.

په قاهره کې رای ورکوونکي هیله مند دي او وايي چې رایې اچوونه به مصر ته سوکالي راولي.

د اساسي قانون د نوې مسودې له امله د دغه هېواد ولس ویشل شوی او قهرجن لاریونونه راپاریدلي دي. په قاهره، سکندریه او اتو نورو ولایتونو کې چې نن مصریان په کې رایې ورکوي، د رایې اچونې موده دوه ساعته نوره هم غځېدلې ده.

د رایې اچوونې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او تر اوسه ارامي ده.

د اساسي قانون د نوې مسودې نه ولسمشر مرسي او د اخوان المسلمین ګوند ملاتړ کوي، خو د حکومت مخالفه ډله وايي د اساسي قانون مسوده په بیړه د اسلام پالو له خوا جوړه شوې او له فردي حقونونه کافي ملاتړ نه کوي.

د ولسمشر محمد مرسي ګوند اخوان المسلمون غواړي، چې دغه مسوده د مصر د نوي اساسي قانون په توګه ومنل شي.

"دا د هېواد لپاره یو مثبت ګام دی او که رښتیا ووایم هغه څه چې وشول، هیڅ اړتیا ورته نه وه، ځکه د اساسي قانون ډېرې برخې ښې دي او بل دا چې دا د انسانانو یو نه بدلیدونکی خاصیت دی چې د هر څه په اړه د نظر اختلاف لري."

احمد جندي

بل لور ته د مصر اپوزېسیون خپلو پلویانو ته ویلي، چې باید په ټول پوښتنه کې منفي رایې ورکړي.

په قاهره کې رایې ورکونکي هیله مند دي او وايي چې رایې اچونه به مصر ته کرارې راولي. یوه رایې اچوونکي احمد جندي وویل.

" زه چې ګورم دا د هېواد لپاره یو مثبت ګام دی او که رښتیا ووایم هغه څه چې وشول، هیڅ اړتیا ورته نه وه، ځکه د اساسي قانون ډېرې برخې ښې دي او بل دا چې دا د انسانانو یو نه بدلیدونکی خاصیت دی چې د هر څه په اړه د نظر اختلاف لري، خو دغه نوی اساسي قانون د نوي پیل لپاره یو ښه بنسټ دی او کولای شو چې له همدې ځایه خپلې هڅې پیل کړو."

د لومړي پړاو لپاره په پلازمېنه قاهره، اسکندریه او اتو نورو ایالتونو کې رایې اچول کېږي. د هېواد په نورو برخو کې به یوه اوونۍ وروسته رایې اچوونه تر سره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .