اوباما د ماشومانو په وژنې ماتم اعلان کړ

د خپريدو وخت: 05:07 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې قاتل له یوه ۲۲۳ ډوله کالیبر توپک ګټه اخیستې ده، خو په اړه یې لاهم پلټنې روانې دي.

د امریکا ولسمشر د شمال ختيځ کونېکټيکټ ايالت په يوه لومړني ښوونځي کې د یوه ټوپکمار له خوا د ۲۰ کوچنیو زده کوونکو او شپږو غټاتو پر وژنې ماتم اعلان کړی دی.

نوموړي ددا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو اخیستو امر کړی دی.

بارک اوباما په ژړغاندي غږ وویل:

''هغه کسان چې نن وژل شوي ډیره برخه یې ماشومان جوړوي هغه ښایسته ماشومان چې د پنځو او لسو کلونو ترمنځ عمر یې درلود. هغوی یو اوږد ژوند، د زوکړې کلیزې، فراغتونه خپل او د خپلو بچو ودونه په مخکې درلودل. د وژل شوو کسانو په ډله کې ښوونکي او داسې نارینه او میرمنې هم شته چې خپل ژوند یې زمونږ د ماشومانو د خوبونو ریښتیا کولو ته ځانګړی کړی و. نو زمونږ زړونه نن د وژل شوو کسانو، د هغوی د مور او پلار، د نیا او نیکه، خویندو او وروڼو لپاره خپه دي.''

يوه ټوپکوال د امريکا شمال ختيځ کونېکټيکټ ايالت يوه لومړني ښوونځي کې ۲۰ تنه ماشومان او شپږ غټان وژلي دي.

د امريکا شمال ختيځ کنيکټيکټ ايالت نيوټاون ښارګوټي ښوونځي کې دغه پېښې عيني شاهدانو د لسګونو ډزو يادونه کړې ده.

اوباما ویلي چې له ولس سره د یوه مشر په توګه نه، بلکې د یوه پلار په توګه خبرې کوي.

خبريالانو د سنډي هوک ښوونځی چې د ډزو دغه پېښه په کې شوې ده، د لوړې کچې ښونځی بللی، چې د پاسه ۶۰۰ زده کوونکي په کې زده کړه کوي، او عمرونه يې د ۵ او ۱۰ کلونو ترمنځ دي.

عينې شاهدانو ويل دوی ان تر ۱۰۰ پورې ډزې اورېدلې، او وېرېدلې ماشومان يې ليدلي چې په نيوټاون کې د سانډي هوک نومي دغه ښوونځی په تېښته وو.

د پوليسو يو وياند ويلي ټوپکوال په خپله وژل شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ (۲۴ قوس/لیندۍ) د کونېکټيکټ ایالت پولیسو وویل، چې د ډزو پرمهال ۱۸ ماشومان وژل شوي او په روغتون کې دوو نورو ماشومانو بیا د درملنې پرمهال د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د ښوونځي مدیر ویلي، چې په ډزو کې د ښوونځي اروا پوه او څلور نور غټان هم وژل شوي دي.

راپورونه وايي، قاتل تر ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی، خو پولیسو یې په رسمي توګه تر دې مهاله په اړه څه نه دي ویلي.

د امريکا ښوونځي کې ډله یيزه وژنه

يوه ټوپکوال د امريکا شمال ختيځ کونېکټيکټ ايالت يوه لومړني ښوونځي کې ۲۰ تنه ماشومان او ۶ تنه غټان وژلي دي. د پوليسو يو وياند ويلي ټوپکوال په خپله وژل شوی دی.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

ویل کېږي، چې د ۲۰ کلن ویشتونکي ادم لانزا مور نانسي لانزا مړی هم په کور کې موندل شوی دی.

دا هم ویل شوي، چې لانزا خپل پلار هم وژلی دی.

له تېرې جمعې ورځې راهیسې ددغې پېښې د قربانیانو شمېر څو ځلې بدل شوی دی.

دا په کونېکټيکټ پوهنتون کې تر ۲۰۰۷ کال وروسته په امریکا کې تر ټولو خونړۍ او په ۲۰۱۲ کال کې درېیمه خونړۍ پېښه ده.

تېر اوړی یوه ځوان محصل په ايورا ښار د بټمن فلم پر تماشا کوونکو ډزې وکړې او ۱۲ کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

ویل کېږي، قاتل ښوونځي ته له تلو مخکې – چې مور یې په دغه ښوونځي کې د نرسرۍ د ټولګي ښوونکې وه- د مرمۍ ضد تور واسکټ اغوستی و، او درې وسلې یې له ځانه سره اخیستې، چې د مور په نامه یې په قانوني ډول راجستر وې.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې قاتل له یوه ۲۲۳ ډوله کالیبر توپک ګټه اخیستې ده، خو په اړه یې لاهم پلټنې روانې دي.

په دې ښوونځي کې د ماشومانو عمرونه د پنځو او لسو کلونو ترمنځ دي.

د سنډي هوک ښوونځی که څه هم د نورو ښوونځيو په څېر خوندي محافظتي سیستم لري، خو ښکاري، چې ساتونکو له پېژندلو وروسته لانزا ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.

د نیوټاون ښاروال مارک باوټون سي ان ان شبکې ته ویلي، چې درې کسان روغتون ته وړل شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د یوه احتیاطي ګام په اخیستو یې د سیمې ټول ښوونځي رخصت کړي دي.

یوه عیني شاهد ویلي، چې په ښوونځي کې یې تر سلو ډېرې ډزې اورېدلې دي.

په دغه دولتي ښوونځي کې تر ۶۰۰ ډېر زده کوونکي وو، چې ډېری یې پنځه تر لسو کالو عمرونه لري او له نرسرۍ تر څلورم ټولګي پورې زده کړې په کې کېدلې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .