د محمد مرسي ګارد او مخالفان لاس او ګریوان شول

د خپريدو وخت: 06:37 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

لسګونه زره کسان د ولسمشر مرسي له خوا د خبرو اترو د وړاندیز له ردولو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په وړاندې راټول شول.

مصر کې د محمد مرسي حکومت مخالف مظاهره کوونکي له هغو خنډونو اوښتي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ځای پر ځای شوي وو او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه یې مظاهره کړې.

لسګونه زره کسان د ولسمشر مرسي له خوا د خبرو اترو د وړاندیز له ردولو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په وړاندې راټول شول.

د مصري اپوزیسیون یو شمېر مشران وايي، ولسمشر مرسي د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د ټول پوښتنې او د خپل واک د ډېرولو اړوند پرېکړو په لړ کې د هېڅ ډول نرمښت وړاندیز نه دی څرګند کړی.

یوه لوړ پوړي مصري چارواکي ویلي، چې ولسمشر مرسي په مشروط ډول ټول پوښتنه ځنډولی شي. د مصري قانون له مخې ولسمشر ته له وړاندې کېدو وروسته د دوو اوونیو په موده کې باید ټول پوښتنه تر سره شي.

بل لور ته د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د مرستیال ولسمشر محمد مکي له قوله ویل شوي، که اپوزیسیون مشران تضمین ورکړي، چې له دې امله به مخالفت نه کوي، نو ولسمشر کولی شي، ټول پوښتنه وځنډوي.

بل لور ته د مصر د ټاکنو کمېسیون له هېواده بهر د مېشتو مصریانو لپاره رایې اچوونه ځنډولې ده. ویل کېږي، هغه رایې اچونه، چې باید د شنبې په ورځ پیل شوې وای، اوس به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه د چهار شنبې په ورځ پیل شي.

د جمعې په ورځ د ولسمشر لبرال او سیکولر مخالفین د ولسمشرۍ ماڼۍ څنګ ته راغونډ شول. دوی هلته موجود اغزن مزي پرې کړل او د ماڼۍ باندینو دیوالونو ته وختل.

د جمعې په ورځ د ولسمشر لبرال او سیکولر مخالفین د ولسمشرۍ ماڼۍ څنګ ته راغونډ شول. دوی هلته موجود اغزن مزي پرې کړل او د ماڼۍ باندینو دیوالونو ته وختل.

بل لور ته د ولسمشر ملاتړو هم په پلازمېنه قاهره کې لاریون وکړ. دوی د اوونۍ په پیل کې د اخ وډب په بهیر کې د وژل شویو کسانو په جنازه کې ګډون وکړ او د هغوی د غچ اخیستو اعلان یې وکړ. دوی شعارونه ورکول، چې مصر اسلامي دی، دا به هېڅ کله سیکولر نه شي، دا به هېڅ کله لبرال نه شي.

د اپوزیسیون مهمې ډلې، د ژغورنې ملي جبهې غړو ویلي، دوی به په هغو خبرو اترو کې، چې د شنبې په ورځ د ښاغلي مرسي له لوري اعلان شوې، ګډون ونه کړي.

د دغې جبهې مشر، نوبل جایزه ګټونکي محمد البرادعي په ټویټر کې له سیاسي ډلو غوښتنه کړې، چې په دې مذاکراتو کې له ګډون کولو ډډه وکړي. د نوموړي په خبره موږ داسې خبرې اترې غواړو، چې د مړوند تاوولو او یا بې ځایه بحث په معانا نه وي.

دوو نورو اپوزیسیون ډلو، لبرال وفد ګوند او د بدلون ملي مشارکت ګوند هم په خبرو اترو کې د برخې نه اخیستو اعلان کړی. د مصر ولسمشر محمد مرسي د سیاسي بحران کابو کولو لپاره اپوزیسیون ګوندونو ته د خبرو اترو بلنه ورکړې.

ولسمشر مرسي ویلي، چې د اساسي قانون په هغه ماده کې، چې له مخې یې د نوموړي واک ډېر شوی، له اپوزیسیون سره له مذاکراتو وروسته بدلون رامنځ ته کول شوني دي.

د نوموړي په خبره هغه اعلان به د دسمبر په ۱۵ د ټول پوښتنې له تر سره کېدو وروسته لغوه شي، که د ټول پوښتنې پایله هر ډول وي. نوموړي تایید کړې وه، چې ټول پوښتنه به له پلان سره سمه تر سره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .