ناټو سوريې ته پر کيمياوي وسل ګوتڅنډنه کړې

د خپريدو وخت: 17:36 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

ښاغلي راسموسن ويلي د کيمياوي وسلو کارونه "په بشپړه توګه د نه منلو ده".

د ناټو سرمنشي اندېرس فو راسموسن د سوريې حکومت ته د امريکا ولسمشر باراک اوباما خبرداری تکرار کړی، چې پر خپل ولس کيمياوي وسلې ونه کاروي.

په بروکسل کې د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو غونډې پر مهال ښاغلی راسموسن وويل د دغه وسلو کارونه به "په بشپړه توګه د نه منلو وي".

اټکل دی چې د ناټو بهرنيو چارو وزيران د برکسل خپله دوه ورځنۍ غونډه کې په ترکيه کې د پېټريېټ توغنديو ضد بېټريو پر ځای کونه ومني.

د دغه ګام موخه له سوريې سره د ترکيې له پولو دفاع په ګوته شوې ده.

فعالان وايي له هغه راهيسې چې د ۲۰۱۱ کال مارچ کې د ولسمشر اسد پر وړاندې پاڅون پيل شوی څه د پاسه ۴۰ زره خلک وژل شوي دي.

په سلګونو زره نور خلک له دغه هېواد وتلی او ۲،۵ مليونه نور په کور دننه له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

د سې شنبې پر ورځ (د دسمبر ۴ مه) يو ښوونکی او ۲۸ تنه زده کوونکي هغه مهال ووژل شول چې پلازمېنې شمال لوېديځ ۲۰ کيلومترۍ کې د وافدينو کډوالو کمپ دننه يې پر ښوونځي د توپ مرمۍ ولګېده.

د دغه بريد سرچينه لا نه ده څرګنده، په داسې حال کې چې دولتي رسنيو ويلي دا د ياغيانو د هاوان بريد و، خو ياغيانو بيا د بريد پړه پر حکومتي ځواکونو اچولې ده.

د ناټو له غونډې مخکې د خبرو پر مهال ښاغلي راسموسن خبريالانو ته وويل"د کيمياوي وسلو شونې کارونه به ټولې نړيوالې ټولنې ته په بشپړه توګه د نه منلو وي. که هر څوک دغو ناوړه وسلو ته مخه کوي، نو زه د نړيوالې ټولنې له لوري د يو سمدلاسه غبرګون اټکل کوم."

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف چې دغې غونډې ته ورغلی، د روسيې انټرفاکس خبری اېجنسۍ راپور په وينا يې ويلي د کيمياوي وسولو کارونې لو لېږدونې سره په تړاو له نړيوالو تړونونو هر ډول سرغړوای به "بشپړه توګه د نه منلو وي".

په بروکسل کې د ۲۸ غړيو دغه لوېديځ پوځي تړون د بهرنيو چارو وزيرانو دغه غونډه د ترکيې له غوښتنې وروسته کېږي چې د پولو په اوږدو کې يې د خپلو دفاعی لارو چارو پياوړتيا لپاره کړې وه. د ناټو چارواکيو دا روښانه کړې چې دغه ډول ګام به په رڼه ډول دفاعي وي.

ولسمشر اوباما د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی که يې د خپلو خلکو پر وړاندط کيمياوي وسلې وکارولې له "پايلو" سره به يې مخامخ کېږي.

ښاغلي اوباما په واشنګټن کې په ملي دفاع پوهنتون کې د وينا پر مهال وويل "نړۍ ګوري. د کيمياوو وسلو کارونه اوس هم او په راتلونکي هم د نه منلو ده".

"که مو د دغو وسلو په کارونه غمناکه تېروتنه وکړه، پايلې به ولري، او ستاسو سره به حساب کتاب کېږي."

يو سوري چارواکي ټينګار وکړ هېواد به يې "هېڅکله او هېڅ حالت کې هم، که داسې وسلې وي هم" ونه کاروي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .