BBC navigation

د غزې اوربند پيل شو

د خپريدو وخت: 01:23 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

د اوربند له اعلان سره د غزې اوسېدونکي سړکونو او کوڅو ته ووتل او په خوشاليو يې پيل وکړ.

په غزه کې د څه د پاسه يوې اونۍ جگړې پاى ته رسولو په موخه د اسراييلو او حماس غورځنګ ترمنځ اوربند پیل شوی دی.

اوربند د چارشنبې/څلورنۍ پر ورځ د گرينويچ پر وخت د ماښام پر اوه بجو پيل شو.

د شوي اوربند له مخې اسراييلو سلا کړې چې ټول غليمانه کړه وړه او په نښه کونې وژنې ودروي، په داسې حال کې چې حماس به د اسراييلو پر وړاندې د توغنديو ويشتل او د پولې په اوږدو کې له بريدونو لاس اخلي.

له هغه راهيسې چې تېره اوونۍ د دغه تاوتريخوالې لمبې لګېدلې لږترلږه ۱۵۷ کسان وژل شوي دي.

دغه اوربند د مصر د بهرينو چارو وزير محمد کامل امر د مصر په پلازميني قاهره کې په داسي مهال اعلان کړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنتن يې څنگ ته ولاړه وه.

"د هلو ځلو پايلو کې د اوربند، ارامۍ پر ځای کولو او د هغې وينې تويونې پای ته رسولو په اړه پوهاوي ته رسېدنه وشوه، چې تېره موده يې ليدونکې وه.

اوربند د چارشنبې ورځ د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۲۱ مې په ځايي وخت د شپې پر ۹ بجو پيلېږي"

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي دا رښتيا دي چې اسراييل يو تل پاتي اوربند ته د رسېدو لپاره بايد هلي ځلي وکړي.

په بيت المقدس کې د ېوي خبري ناستي پر مهال ښاغلي نتنياهو وويل د لومړي وزير په توگه دا د دۀ دنده ده چې د هېواد امينت ډاډمن کړي.

نوموړي وويل دى پر دې وياړي چې د يو داسي هېواد لومړى وزير دى چې پياوړى پوځ او ولس لري.

"موږ پوځي ځواک لرو. دا ريښتيا ده چې ځينې هېوادوالو د ځواکمنو پوځي عمليانو تمه درلوده.

خو دا ځل داسراييلو لپاره اړينه وه، چې له دغه فرصت ګټه واخلي او پر اوربند سلا وکړي. ما بايد د خپل امنيت خوندي کولو لپاره اړين تدبيرونه نيولی وی."

د حماس د سياسي څانگي مشر خالد مشعل ويلي چې بری په غزه کې د حماس دی او اسراييل په خپلو هلو ځلو کې ناکامه شوی دی.

"د دوی موخه ځپل وو، خو په غزه کې مقاومت او جنګياليو او د غزې اتلانو او په غزه او نورو ځايونو کې يو موټي ولس دوی ته وښوده چې د دوی ځپلو هلې ځلې ناکامې شوې، ازاد خلک نه شي ځپل کېدی."

د څه د پاسه يوې اونۍ جگړې پر مهال اسراييلانيانو پر غزې ١٥٠٠ هوايي بريدونه کړی دي.

فلسطيانيانو بيا تر ١٠٠٠ ډېر توغندي پر اسرايلو توغولي دي.

د دواړه خواو ترمنځ د اوربند له اعلانېدا سملاسي وروسته په غزه کې خلک لارو او کوڅو ته ووتل، په خوشحاليو او اورلوبو يې لاس پورى کړ.

د مصر ستاينه

د ملګريو ملتونو امنيت شورا پر اسراييلو او حماس غږ کړی چې مصر پر منځګړتوب شوی دغه اوربند وساتي.

دغې شورا ويلي دواړه خواوې بايد په ښه نيت سره د اوربند شرطونو پلي کولو لپاره په جدی ډول کار وکړي.

ملګريو ملتونو دغه جوجاوړی ته په رسېدو او منځګړتوب کې د مصر ولسمشر محمد مرسي لوړه ستاينه کړې ده.

شوی هوکړه ليک څرګندوی چې اسراييل او حماس دواړه بايد ټول غليمانه کړه وړه پای ته ورسوي.

اسراييل بايد په نښه کولو وژنې ودروي، په داسې حال کې چې فلسطيني جنګيالي بايد د توغنديو ويشتل او د پولې په اودو کې له بريدونو لاس واخلي.

اسراييل بايد پر غزه د خپلې لګولې کلابندي پر نرمښت غور وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .