BBC navigation

اسراییلي بریدونو ۸۰ فلسطینیان وژلي

د خپريدو وخت: 05:16 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

تېره ورځ اسراییلو د حماس یوه قرارګاه په نښه کړه، او په یکشنبه یې د حماس د رسنیو مرکز او القدس تلوېزیون په نښه کړل.

د اسراییلو وسله وال ځواکونو په غزې تراډې د حماس ډلې پرضد د خپلو عملیاتو په څلورمه ورځ وویل اوس هم په غزې تراډه کې په سلګونه اهداف شته چې دوی غواړي بریدونه پرې وکړي.

د اسراییلو یوې ویاندې وویل له دې عملیاتو هدف دا دی چې هغه اورپکې ډلې چې پر اسراییلو د توغندیو بریدونه کوي له بریدونو لاس واخلي.

ویل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰ توغندي له غزې نه پر اسراییلو توغول شوي.

پر تل ابیب هم یو توغندی توغول شوی و، خو هغه له کاره وایستل شو.

له تېرې چارشنبې راهیسې په نښته کې د ماشومانو په ګډون ۸۰ فلسطینیان او درې اسراییلیان وژل شوي دي.

اخوا د غزې د حالاتو په اړه عربي اتحاديي تېر ماښام غونډه وکړه او د اتحادیې مشر نبیل العربي اسراییل تورن کړل چې جنګي جرمونه کوي:

شاباسی

''موږ په غزې او نورو ټولو نیول شویو سیمو کې د فلسطینیانو هوډ ته، ټولو هغو قربانیو ته چې دوی په دغه خونړي یرغل کې ورکړي شاباسی وایو.

د اسراییلو دغه اعمال باید بې مجزاتو پاتې نه شي باید ځواب یې ورکړل شي؛ ځکه چې دغه اعمال جنګي جرمونه ګڼل کېږي.''

تېره ورځ اسراییلو د حماس یوه قرارګاه په نښه کړه، او په یکشنبه یې د حماس د رسنیو مرکز او القدس تلوېزیون په نښه کړل.

په دغه برید کې شپږو کارکوونکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې دوه په کې د القدس تلوېزیون کار کوونکي وو.

تلوېزیون وايي، چې د یوه عکاس خالد الزهار لاس یې غوڅ شوی دی.

د حماس د حکومت د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، چې "لږترله دغه برید شپږ خبریالان ژوبل کړي، چې ټپونه یې ژور او سربېرن هم ښودل شوي دي. دغه بریدونه د غزې ښار په لوېديځ حر الرمال سیمه کې شوي دي. چې د خبریالانو مرکز هم په کې موقعیت لري."

اسراییلو پر غزې بریدونو کې تر ۳۹۰ ډېر فلسطينیان ټپیان کړي دي.

ژوبل شوي کسان سم لاسي د غزې الشفاء روغتون ته وړل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، برید سخت مالي زیان اړولی دی.

تر لومړي برید وروسته په ودانۍ کې ټول خبریالان وتښتېدل، او له دویم او درېیم بریده وژغورل شول.

په غزه تراډه کې د القدس تلوېزیوني چینل مدیر عماد الافرنجي وايي "دا د خبریالانو پرضد یو نوی جرم دی. دا د رسنیو هغه جګړه ده، چې اسراییل یې په تېر ځل (د ۲۰۰۸ د پای جګړه) کې د ماشومانو او ولسي خلکو د وژنې درېدو ته اړ کړي وو."

الافرنجي ټینګار وکړ، چې خبریالان "به خپلې رسنیزې چارې ونه دروي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .