اسراییلي بریدونو د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي

د خپريدو وخت: 17:38 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

پر غزه اسراییلي بریدونو لږترلږه ترلږه ۷۰ کسان وژلي او تر ۸۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي د اسراييلو په هوايي برید کې لږ تر لږه د یوې کورنۍ ۱۱ کسان وژل شوي دي. دغه کسان د حماس یو چارواکي په کور کې وو چې برید پرې وشو.

د رپوټونو له مخې یکشنه (د اکتوبر ۱۸مه) چې پر غزې د اسراییلو هوايي او له سمندره بریدونو پنځمه ورځ وه ۲۳ کسان په کې وژل شوي چې نهه ماشومان او لږترلږه څلور مېرمنې هم په کې وې.

دا له هغه راهيسې چې د اسراییلو بریدونو پيل شوي، د مرګ ژوبلې او تاوتريخوړالي تر ټولو ډکه ورځ وه.

د دې تر څنګ د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې پوځ یې پر غزې د بریدونو لپاره تیارسئ ولاړ دی.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په یو هوايي برید کې د یوې فلسطیني کورنې دوه نوي زیږیدلي ماشومان وژل شوي.

په یو بل برید کې دوه ودانۍ چې کورني او بهرني خبریالان په کې اوسېدل، په نښه شوې او ویل کېږي چې څو تنه خبریالان په کې ټپي شوي دي.

د القدس په نوم د یوه عربي چینل یو خبریال چې له د دغو دوو ودانیو نه په یوه کې ژوند کاوه وايي اسراییل باید په دې پوی شوي وای چې دا ودانۍ د رسنیو ده.

اسراییل وايي، له نیمې شپې راهيسې د دوی پر خاوره د فلسطین له لوري د توغندیو توغول درېدلي وو، خو اوس یو ځل بیا پیل شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکایان په غیر رسمي توګه پر غزې د ځمکنیو عملیاتو غوښتنه کوي.

خو د برتاینا بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ خبرداری ورکړی چې د اسراييلو ځمکني یرغل به د دې لامل شي چې "اسراييل به خپل نړیوال ملاتړ له لاسه وړکړي او په دې برخه کې به له دوی سره خوا خوږې هم کم شي"

"د اسراييلو ځمکني یرغل به د دې لامل شي چې اسراييل به خپل نړیوال ملاتړ له لاسه وړکړي"

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر

د اسراییلو په وینا په تېرو څلور ورځو کې د فلسطین له خاورې پر دوی پنځه سوه توغندي لګېدلي او تر دوه سوه او پنځوس ډېر په هوا کې شنډ شوي.

د اسراییلو په هوايي بمباریو کې چې له چارشنبې ورځې راهیسې دوام لري ۴۹ فلسطینیان وژل شوی دي او پر اسراییلو د فلسطینیانو په راکټي بریدونو کې بیا درې اسراییلیان وژل شوي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي وايي د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند ضمانت نه شي خو د دواړو لورو سره یې خبرې کړي دي او داسې نښې نښانې شته چې ژر به اوربند وشي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې کمې نښې لیدل کېږي چې اسراییل او حماس به د یو بل پر وړاندې له جګړې لاس واخلي.

جنګي بېړۍ

د حماس جنګي ډلې القسام ویلي، چې یوه اسراییلي جنګي بېړۍ یې د غزې پر لور په سمندر کې په نښه کړې ده.

په داسې حال کې چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د اوربند نړیوالې غوښتنې په ډېرېدا دي، اسراییلي رسنیو ویلي چې د بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر یې تړلی او د اسراییلو په شمال کې یې الوتنې له یوه بل پټ هوايي ډګره پیل کړې دي.

د القسام ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یونایټډ پرېس انټرنېشنل یې یوه نسخه هم ترلاسه کړې ده، چې "د القسام جنګیالیو یوه اسراییلي جنګي بېړۍ په نښه کړې ده. ‎ پر دغې بېړۍ پنځه ۱۰۶ ډوله توغندي توغول شوي دي."

اسراییلو د القسام په دې څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

"په غزه کې د بېړنیو چارو ادارې ویلي، چې تي خوری (یونیم کلن) ماشوم ابو خوصه په البریج کمپ کې ووژل شو او ورو یې ټپي شو."

حماس ویلي، چې له اسراییلو سره یې دا لومړۍ جګړه نه ده، بلکې د نښتو او جګړو پیلامه به وي.

د حماس ویاند زیاتوني: " که څه هم اسراییل بریدونه کوي، حماس لاهم قوي دی او د خپل دښمن د ماتولو زور لري."

اسراییلو ویلي چې په جنوبي سیمو کې یې تعلیمي بنسټونه او ښوونځي تړلي دي، هسې نه چې د غزې له لوري پرې توغندي وتوغول شي.

د حماس جنګي څانګې ادعا کړې ده، چې له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې یې پر اسراییلو ۱۰۰۰ توغندي توغولي دي.

دوی وايي چې دغه توغندي ددوی د جنګي مشر احمد الجعبري او د هغه د ملګرو د وژنې په غچ اخیستو کې ویشتل شوي دي.

اسراییلو په تېره چارشنبه پر غزې بمبار وکړ، د عزالدین القسام د ډلې قومندان احمد الجعبري یې پخپل ګاډي کې وویشت.

د اوربند غوښتنې

د یکشنبې پر ګهیځ اسراییلو د حماس رسنیز مرکز او د القدس تلوېزیون ودانۍ وویشته.

د اسراییلو په ملاتړ ځینو لوېديځو هېوادونو خپل غبرګونونه ښودلي، چې په دې لړ کې امریکايي ولسمشر بارک اوباما او د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي، اسراییل له خپل ځانه ددفاع کولو حق لري.

اخوا فلسطیني چارواکو شکایت کړي چې د واشنګټن قضاوت یو جانبه دی او هغه څه چې عملاٌ ویني پام ورته نه کوي.

خو زیاترو نړیوالو مشرانو د دغې جګړې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ویلي "د غزې او اسراییلو ترمنځ شخړه ډېره سخته شوې ده، چې شاید په دواړو خواوو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه ورځ تربلې ډېره شي."

خو مصري ولسمشر محمد مرسي ویلي، داسې اشارې شته، چې ګني ژر به اوربند وشي، خو په اړه هېڅ کوم ضمانت نه شته.

مصر په تېر اکتوبر کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د نارسمي اوربند منځګړیتوب وکړ، خو اوربند مات شو.

مرګ ژوبله

پر غزې د اسراییلو د تازه بریدونو (یکشنبه) په لړ کې یو تي خوری فلسطینی ماشوم وژل شوی، کوچنی ورور یې ټپي شوی دی.

په دې سره له تېرې چارشنبې راهیسې پر غزې اسراییلي بریدونو ۴۹ فلسطینیان وژلي، چې ۱۴ په کې ماشومان، درې ښځې او ۳ سپین ږیري دي او نژدې ۵۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

په غزه کې د بېړنیو چارو ادارې ویلي، چې تي خوری (یونیم کلن) ماشوم ابو خوصه په البریج کمپ کې ووژل شو او ورو یې ټپي شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .