BBC navigation

لومړي وزیر دفتر: بي بي سي ته خطر متوجه نه دی

د خپريدو وخت: 05:34 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

د سرچینې په وینا د برتانیا لومړی وزیرغواړي، چې بي بي سي باید خپلې ستونزې خپله حل کړي.

د برتانیې د لومړي وزیرد دفتر مسوولین فکر کوی، چې د بي بي سي ادارې شتون له هیڅ ډول خطر سره مخامخ نه دی.

دغه څرګندونې د بي بي سي د عمومي رییس انټویسل له استعفا وروسته شوې دي.

د سرچینې په وینا د برتانیا لومړی وزیر فکر کوی، چې د بي بي سي اداره باید خپلې ستونزې خپله حل کړي، ځکه د ده حکومت نه غواړي په دې مساله کې لاسوهنه وکړي.

د لیبر ګوند مشر ایډمليبینډ هم ویلی، چې بي بي سي باید خپلې ستونزې هوارې کړي.

انټوسیل د نیوزنایټ د یوې خپرونې له خپرېدو وروسته له خپل مقامه استعفا ورکړه. په دې خپرونه کې د محافظه کار ګوند په یوه پخواني غړي په ناسمه توګه تور پورې شوی و، چې له ماشومانو سره یې ناوړه جنسي چلند کړی.

د لومړي وزیر د دفتر ډاوننګ سټریټ په وینا که څه هم لومړی وزیر فکر کوي، چې اوسنی حالت ستونزمن او سخت دی، خو د بي بي سي اداره له دې نه هم له سختو بحرانونو څخه راوتلې او خپل وجود یې ساتلی دی.

د سرچینې په وینا د لومړي وزیر په اند بي بي سي د هېواد له څو سترو ادارو څخه یوه ده او په کې د ځان د اصلاح او نیګړتیاو د کابو کولو وړتیا شته.

د ډیوډ کامرون مرستیالان وايي، لومړی وزیر غواړي، چې بي بي سي باید حالت کابو کړي او لارډ پاټین سمې خبرې پیل کړي دي.

"موږ نه غواړو، چې سیاستوال او د پارلمان غړي که هوډ یې هر څومره هم ښه وي، په دې موضوع کې لاسوهنه وکړي، دا به زموږ لپاره خطرنا ک کار وي"

هارټ هارمن

د ډاوننګ سټریټ یوه مسوول وویل، چې موږ نه غواړو اوږده اعلانونه وکړو، دا به ښه نه وي او له دې سره به د بي بي سي خپلواک اداري مدیرت ته زیان واوړي.

د د ټولیزې ویب پاڼې ټویټر پرمخ ایډ مليبینډ د اوسني حالت په اړه خپل نظر څرګند کړی، نوموړی لیکلي، چې بي بي سي باید د ستونزو د حل لپاره یو با صلاحیته عمومي رییس وټاکي. زموږ له سترو اثاثو نه پر یوې د باور د بیا تر لاسه کولو لپاره دا اړینه ده.

د لیبر ګوند مشر هاریټ هارمین هم د بي بي سي د اېډېټوریل خپلواکۍ د متاثر کولو په ضد خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې بي بي سي ټیکاو او له لومړي سره بیا جوړښت ته اړتیا لري. د نوموړي په خبره"موږ نه غواړو، چې سیاستوال او د پارلمان غړي که هوډ یې هر څومره هم ښه وي، په دې موضوع کې لاسوهنه وکړي، دا به زموږ لپاره خطرنا ک کار وي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .