بي بي سي: د خبري څانګې مسوولین ګوښه شوو

د خپريدو وخت: 09:59 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

هیلن بوډن په بي بي سي کې د خبرونو د څانګې عمومي مسووله ده.

د بي بي سي د نیوز څانګې مسوولې هیلن بوډن او مرستیال یې سټېو میچل په اداره کې د تجدید نظر تر بشپړېدو پورې له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

دا دوهم ځل دی، چې په نومبر میاشت کې د یوې خپرونې پر سر له رامنځ ته شویو ناندریو وروسته د بي بي سي لوړ پوړي مسوولین دغه ډول ګام اخلي.

د هیلن بوډن له استعفا مخکې د شنبې په ورځ د بي بي سي عمومي رییس خپله استعفا وړاندې کړه، چې د بي بي سي عمومي مشر لارډ پتن ومنله.

که څه هم دم ګړۍ بي بي سي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو وايي په پام کې ده چې د څو ساعتونو په اوږدو کې به په دې لړ کې یوه اعلامیه جاري کړي.

د نیوز نایټ په یوه خپرونه کې د محافظه کار ګوند پر یوه غړي لارډ میکالپاین دروغ تور لګول شوی و، چې پر ماشومانو یې جنسي تېری کړی.

"که څه هم دم ګړۍ بي بي سي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو وايي، چې په پام کې ده چې د څو ساعتونو په اوږدو کې به په دې لړ کې یوه اعلامیه جاري کړي."

له همدې امله د بي بي سي عمومي رییس جارج اینټویسل د شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.

له دې مخکې بي بي سي د یوې خپرونې په اړه تحقیقات کوی، چې څنګه د نیوزنایټ یوه خپرونه، چې د جیمي سیول په اړه وه، خپره نه شوه.

کله چې دغه پرېکړه شوې وه، هاغه مهال جارج اینټویسل د بي بي سي عمومي رییس او هیلن بوډن د خبري برخې مسووله وه.

له دې پوښتنو ګروېږنو څخه د یوې مشرتوب د سکای نیوز مشر نک پولارډ کوی، چې معلومه کړی، ولي د جیمي سیول په اړه خپرونه نشر نه شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .