BBC navigation

د امریکا په کانګریس کې د بدلون احتمال لږ دی

د خپريدو وخت: 06:29 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

د نوي ولسمشر په وړاندې به بیا هم یو وېشلی پارلمان مجود وي

که څه هم د امریکا په متحده ایالاتو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره تر سره شوې ټاکنې دموکرات کاندید باراک اوباما وګټلې، خو ویل کیږي، چې د دې ټاکنو په پایله کې به د امریکا د متحده ایالاتو په کانګریس کې هیڅ ډول بدلون رامنځ ته نه شي.

د امریکا د ولسي استازو په شورا کې به له دې وروسته هم جمهوریت غوښتونکي برلاسي وی، خو د دغه هېواد د مشرانو په جرګه کې به بیا هم دموکراتان ډېر وي.

د نوي ولسمشر په وړاندې به بیا هم یو وېشلی پارلمان مجود وي، چې په کې به قانون جوړول ستونځمن کار وي.

د یوه اټکل له مخې ویل کیږي په هغه ټاکنیز کمپاین کې، چې نن سهار یې پایلې اعلان شوې، دوه ملیارده ډالر په داسې منفي اعلانونو لګېدلي دي، چې د اثر له منځه تلل به یې وخت واخلي.

په دې ټاکنو کې د ولسي استازو د شورا ۴۳۵ او د کانګریس لپاره د ۳۳ چوکیو پر سر سیالي کیږي. د امریکا په ثنا کې د واکمن ګوند مشر هینري ریډ او د ولسي استازو په شورا کې د اکثریت درلودونکي ګوند جمهوریت غوښتونکو ویاند جان بوهینر به په خپل مقام پاتې شي.

معمولاً په کانګریس کې موجود غړي له خپلو څوکیو نه په دفاع کولو بریالي کیږي، ځکه دوی له هره پلوه د خپلو نویو سیالانو په پرتله برلاسي وي.

دوی په خپلو ټاکنیزو حوضو کې د لګښت لپاره پانګه لري او له دې سره سره دا ځل دوی فرصت موندلی، چې د خپلو حوضو بیا له سره ډلبندي وکړي.

"د دموکرات ګوند غښتلو کاندیدانو په ثنا کې د دوی د برلاسي لپاره لاره هواره کړې ده او دوی په ثنا کې د ۴۷ په مقابل کې د ۵۳ غړو په وسیله خپله برلاسي ساتلای شي."

داځل جمهوریت غوښتونکي هیله مند وو، چې د ولسي استازو په شورا کې به هم اکثریت تر لاسه کړي، ځکه دموکراتانو له ۲۳ څوکیو دفاع کوله او د هغو څو تنه غړي د تقاعد سن ته رسېدلي وو. خو په انډیانا او میسوري ایالتونو کې د اسقاط حمل، زنا بالجبر او تولد په اړه د دوي د ځینو ملګرو څرګندونو دوی ته زیان ورسېد.

د دموکرات ګوند غښتلو کاندیدانو په ثنا کې د دوی د برلاسي لپاره لاره هواره کړې ده او دوی په ثنا کې د ۴۷ په مقابل کې د ۵۳ غړو په وسیله خپله برلاسي ساتلای شي.

داسې احتمال هم څرګند شوی، چې شاید دوی یو بله څوکۍ هم تر لاسه کړي، خو دوی په هیڅ صورت نه شي کولای، ۶۰ څوکۍ تر لاسه کړي، چې سپر مجاریټي او یا پرېکړنده اکثریت بلل کیږي، چې د دغه هېواد د ثنا له اصولو سره سم په اسانۍ د یوه قانون د تصویب لپاره اړین دی.

په ثنا کې د اکثریت تر لاسه کولو په لړ کې جمهوریت غوښتونکي هغه مهال نور هم ناهیلي شول، چې په مین کي ایالت کې هغه خپلواک کاندیدان بریالي شول، چې په هکله یې ویل کیږي، شاید د ډموکراتانو پلوي وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .