امریکا کې د ټاکنیز کمپاین وروستۍ ورځ ده

د خپريدو وخت: 07:29 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

په اوهایو کې د بي بي سي بریجیټ کېنډل وايي، په دغه ځای کې تر ټولو شدید ټاکنیز کمپاین دوام لري.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ورځ پاتې ده. د ټاکنیز کمپاین په وروستۍ ورځ د دواړو کاندیدانو ډېره توجه هغو(زنګېدونکو) ایالتونو ته ده، چې د امریکا لپاره یې د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې رایې د اهمیت وړ بلل کیږي.

د دوشنبې په سهار اوسنی ولسمشر باراک اوباما د خپل کمپاین وروستۍ ورځ له وسکانسن ایالت نه پیلوي، چې له هغه وروسته به اییوا او اوهایو ایالتونو ته هم سفر وکړي.

د هغه سیال مېټ رامني به د کمپاین په وروستۍ ورځ فلوریډا، ورجینیا، نیو همپشایر او اوهایو ایالتونه ته مخه کړي.

باراک اوباما د یکشنبې په ورځ په نیو همپشایر او فلوریډا ایالتونو کې ټاکنیزو غونډو ته ویناوې وکړې، خو د جمهوریت غوښتونکو کاندید مېټ رامني په پینسلوانیا ایالت کې ولیدل شو.

د رومني د ټاکنیزټیم په وینا، داسې ښکاري چې په ممکنه ډول اوس په دې ایالت کې جمهوري غوښتونکی کاندید بریالی دی.

د امریکا په کچه له ولسي نظر پوښتنو داسې معلومیږي، چې د دواړو کاندیدانو تر منځ به سخته سیالي وشی، خو په مهمو پرېکړه کونکو ایالتونو کې ولسمشر اوباما د خپل سیال په پرتله یو څه مخکښ ښکاري.

د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي رییس مارک مارډل وايي، سیالي دومره سخته ده، چې یو لوری هم د خپلې بریا په اړه بشپړ باوري نه ښکاري.

پرېکړه کوونکو ایالتونو ته پام

په اوهایو ایالت کې ټاکنیز کمپاین په خورا شدت سره پرمخ روان دی، دغه ریاست له دې امله مهم بلل کیږي، چې په دغه ځای کې نابریالی کاندید نه دی توانېدلی، چې د ولسمشرۍ مقام ته ورسیږي.

په اوهایو کې د بي بي سي بریجیټ کېنډل وايي، په دغه ځای کې تر ټولو شدید ټاکنیز کمپاین دوام لري.

"د امریکا خلک پوهیږي، موږ به سپینه ماڼۍ بېرته واخلو، ځکه موږ په پینسلوانیا کې بریالي یو."

مېټ رامني

د یکشنبې په ورځ له هغو نظر پوښتنو جوته شوه، چې له اوهایو نه خپرې شوې، ولسمشر اوباما د خپل سیال مېټ رامني په پرتله ایله دوه سلنه مخکې دی.

په دغه ایالت کې اوباما د رامني د ۴۸ سلنه رایو په پرتله ۵۰ سلنه رایې لري. د یکشنبې په ورځ دواړو کاندیدانو اوهایو ته سفرونه وکړل.

په کلولینډ کې یوې غونډې ته په وینا کې مېټ رامني وویل" اوباما ونه توانید، خپلې ژمنې پوره کړي، هغه په پرېکړه کولو کې نابریالی و، هغه نه یوازې د جمهوریت غوښتونکو نظر له پامه وغورځاوه، بلکې د بې پرې نظرونو په اورېدو هم بریالی نه شو."

موږ دومره وړاندې تللي یو، چې په شاتګ ناشونی دی. اوباما

په پینسلوانیا کې د خبرو پر مهال رامني وویل، " د امریکا خلک پوهیږي، موږ به سپینه ماڼۍ بېرته واخلو، ځکه موږ په پینسلوانیا کې بریالي یو."

بل لور ته په نیو همپشایر کې د خبرو پر مهال اوباما وویل" موږ دومره وړاندې تللي یو، چې په شاتګ ناشونی دی."

د نوموړي په خبره دی به په واشنګټن کې د سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي، خو د ده په خبره د روغتیا پالنې او تعلیمي مرستو په اړه هیڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دی.

په هغه عامه نظر پوښتنه کې، چې د یکشنبې په ورځ د اې بي سي نیوز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا په ګډه وشوه، جوته شوه، چې اوسمهال دواړه کاندیدان هر یو ۴۸ سلنه ملاتړ لري، نه یوازې دا بلکې بې پرې رایې ورکونکي هم د هر یوه کاندید لپاره په ۴۶ سلنه ملاتړ وېشلي دي.

د دې سروې له مخې مېټ رومني د سپین پوستو، زیات عمر درلودونکو او مذهبي کسانو ملاتړ له ځان سره لري، خو ولسمشر اوباما د ښځو، غېر سپین پوستو او ځوانانو له ملاتړه برخمن دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .