BBC navigation

برتانيا کې يو افغان او اته کسه نور د نجونو په تيري تورن شول

د خپريدو وخت: 13:56 گرینویچ - چارشنبه 09 می 2012 - 20 غویی 1391

افغان کس حميد ساپى نوميږي چې عمر يې ٢٢ کاله دې او دې قضيه کې پرې څلور کلن قيد ختلى دى

د برتانيا د راچدايل او اولدم ښارونو نهه کسان چې يو په کې د افغانستان او اته نور يې پاکستاني الاصله دي له څلورو تر ١٩ کلونو قيد محکوم شوي دي، دوى د وړو نجونو په تېر ايستلو او له هغوى سره د زبرزنا په تور تورن شول.

دغه نهه سره کسان په دې تور تورن شوي چې وړې نجونې يې تېر ايستلې، په نشو يې روږدې کولې او بيا يې ورسره زبر زنا کوله.

دوى ټول د انگلستان د راچدايل او اولدم په ښارونو کې اوسيدل او هلته يې ان له ١٣ کلنۍ په وړو نجونو خپل سيورى غوړولى و.

پر دوى د زبر زنا او له ماشومانو سره د جنسي اړيکو د لرلو تورنه ثابت شول.

د لېورپول په ښار کې محکمې ته وويل شول چې دغو سړو پر پنځو نجونو کار کاوۀ، هغوى يې په الکولو او نورو نشو روږدې کولې او بيا يې يوۀ بل ته د جنسي اړيکو لپاره استولې.

پر دغو نجونو باندې په دوو رستورانونو کې تيرى شوى وو.

د دغو سړو عمرونه له ٢٢ کالو تر ٥٩ کلونو پورې دي.

په دوى کې اته کسه پاکستاني الاصله دي او يو تن يې د افغانستان اوسيدونکى دى چې په برتانيا کې يې سياسي پناه اخيستې وه.

په محکمه کې قاضي دغو کسانو ته د قيد اورولو پر وخت وويل چې دوى ته دا نجونې بې ارزښته ښکاريدې او د دې وړتيا يې نه ورته لرله چې درناوى دې يې وشي.

قاضي دا خبره رد کړه چې نيول شوي کسان د خپل نسل او مذهب په حساب نيول شوي دي.

په محکمې کې قاضي تورنو شويو ته ويل چې " ستاسو عمل د مذهب او نسل په حساب نۀ بلکې د حرص او پر خپل نفس باندې د کنترول د نشتوالي له امله شوى دى."

د تورنو شويو کسانو له ډلې د يوۀ مدافع وکيل وويل چې دوى به د دغه قيد پر ضد اپيل کوي.

دغۀ وکيل ادعا وکړه چې ټولنه ملامته ده چې قرباني شوې نجونې يې نه دي ژغورلې.

په تورنو شويو کې يو کس عبدالروف نوميږي چې د يوۀ جومات د ديني علومو استاد دى.

حميد ساپۍ بيا ٢٢ کلن دى، دى په ٢٠٠٨ کال کې په يوې لارۍ کې برتانيا ته راغلى و او دلته يې سياسي پناه اخيستې وه.

دى د افغانستان اوسيدونکى دى په دې قضيه کې پرې څلور کلن قيد ختلى دى او ورته ويل شوي دي چې د قيد له پوره کولو وروسته به افغانستان ته شړل کيږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .