خدیجه: بحرین د خواجه د نه خوړو اعتصاب په زور مات کړی

د خپريدو وخت: 08:28 گرینویچ - دوشنبه 30 اپریل 2012 - 11 غویی 1391
زینب الخواجه

د الخواجه کورنۍ وايي چې عبدالهادي الخواجه ته په زور خواړه ورکړل شوي.

په بحرین کې د هغو ۲۱ فعالانو د تمییز د محکمې قضیه بېرته پیلېدونکې ده، چې د نظام پرضد فعالیتونو په تور نیول شوي.

په دې فعالینو کې عبدالهادي الخواجه هم دی، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د نه خوړو اعتصاب کړی.

د الخواجه ښځې خدیجه الموسوي ویلي، چې د بحرین چارواکو یې میړه د نه خوړو د اعتصاب ماتولو ته اړ کړی دی.

الموسوي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې د میړه لیدو ته ورغله، هغه ورته وویل چې په تېره دوشنبه نشه کړای شوی دی.

خو د بحرین چارواکو د هغې تورونه رد کړي او وايي چې الخواجه له دوی سره ددرملنې پر موضوع موافقه کړې ده.

عمري بند

وړاندې یمن پر الخواجه د عمري بند پرېکړه کړې وه.

د الخواجه ښځه د خپل میړه له خولې وايي، کله چې په هوښ کې شوم، په لاسونو او پزه کې یې پایپونه وو.

نوموړې د یوه بل ډاکټر په حواله ویلي، له دې کبله یې د هغه د نه خوړو اعتصاب په زور مات کړی، چې د مړینې احتمال یې و.

خو الموسوي دا ټول د خپل میړه د حقونو سپکاوی بولي.

رد

عبدالهادي الخواجه

د یمن چارواکو ویلي، الخواجه یې د هغه د ژغورلو په نیت روغتون ته وړی او سیروم یې ورکړی دی.

بل خوا، د یکشنبې په ورځ د بحرین پوځي روغتون د الخواجه د کورنۍ دا ادعا رد کړې ده، چې ګڼي په زور د سیروم له لارې خواړه ورکړل شوي دي.

روغتون وايي، الخواجه منلې ده، چې پخپله خوښه سیروم ورکړل شي.

عبدالهادي الخواجه د بحرین د حکومت پرضد په دسیسې تورن دی.

په منامه کې د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنز وايي: "د محکمې مخې ته ګڼ لاریون کوونکي راغونډ وو، او د سم لاسي پرېکړې د کولو نارې یې وهلې."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .