BBC navigation

ترکیه: اسراییل شیکاګو سرمشریزه کې مه پرېږدﺉ

د خپريدو وخت: 06:16 گرینویچ - سه شنبه 24 اپریل 2012 - 05 غویی 1391
داود اوغلو

یوې ترکۍ پوځي ورځپاڼې د ناټو غړو ته د وینا پرمهال د بهرنیو چارو د وزیر احمد داود اوغلو له قوله ویلي ''تاسې د شریکانو او ګډو ارزښتونو په اړه غږېږﺉ، خو لومړی باید د ناټو غړي پر خپل شراکت وغږېږي او بیا نورو ته د ګډون حق ورکړو.''

ترکیې په ټینګار ویلي، چې په شیکاګو کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې دې اسراییلو ته د ګډون حق نه ورکول کېږي.

ترکیه وايي، اسراییلو په ۲۰۱۰ کال غزنې تراډې ته پر ترکي مرستندویه بېړۍ د برید هېڅ بښنه ونه غوښته.

په پام کې ده چې د راتلونکې مۍ پر شلمه او یوویشتمه په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي.

یوه ترکي چارواکي ویلي، ترکیه لاهم له اسراییلو د خپلو وژل شوو وګړو پر رسمي بښنې غوښتلو ټینګار کوي.

ترکیه وايي، ''دا چې اسراییل د ناټو غړیتوب نه لري، نو مناسبه دا ده چې په دې سرمشریزه کې ګډون هم ورنه کړل شي.''

د ترکیې او اسراییلو ترمنځ اړیکي هم مهال ډېر ترینګلي شول، چې د ۲۰۱۰ په مۍ کې د مرمره په نامه پر یوې مرستندویه ترکي بېړۍ اسراییلو برید وکړ او نهه ترکان په کې ووژل شول.

او په تېر سپتمبر کې بیا ترکیې اسراییلي سفیر له خپله هېواده وشاړه، او له اسراییلو سره یې هر راز پوځي مرسته ودروله.

ترکي خبري رسنیو ویلي، د ناټو ځینې غړي هڅه کوي چې اسراییلو ته په راتلونکې سرمشریزه د ګډون په برخه کې همکاري وکړي.

یوې ترکۍ پوځي ورځپاڼې د ناټو غړو ته د وینا پرمهال د بهرنیو چارو د وزیر احمد داود اوغلو له قوله ویلي ''تاسې د شریکانو او ګډو ارزښتونو په اړه غږېږﺉ، خو لومړی باید د ناټو غړي پر خپل شراکت وغږېږي او بیا نورو ته د ګډون حق ورکړو.''

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .