
بچوڼى په سټه روغ رمټ دى خو چرگې په کې ژوند له لاسه ورکړ.
په سرېلنکا کې يوې چرگې بې له دې چې هګۍ واچوي وار د واره بچوڼى وزيږاوۀ او دا پوښتنه يې بيا توده کړه چې هګۍ مخته پيدا شوې وه که چرگه؟
په سرېلنکا کې يوې چرگې د هګۍ پر ځاى بچوڼى وزيږاوۀ.
پر ځاى د دې چې هګۍ ولويږي او وروسته په کې بچوڼى جوړ او راووځي د سرېلنکايي چرگې بچوڼي دا هر څه دننه وکړل.
دا هګۍ ٢١ ورځې د چرگې دننه وه او په نس کې يې په بچوڼي يا چيچوڼي بدله شوه.
بچوڼى په سټه روغ رمټ دى خو چرگې په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د سرېلنکا د حيواناتو هغۀ ډاکټر چې دا ټول بهير يې څارلى و وايي دۀ په ژوند کې داسې څه پخوا نه و ليدلي.
ډاکټر پي اى يپا چې د وليميدا په سيمه کې کار کوي دغه چره معاينه کړه.
چرګه مخکې پيدا شوې که هګۍ؟

چرګه مخکې پيدا شوې که هګۍ؟ - دا يوه ډېره پخوانۍ پوښتنه ده ، او تر اوسه ورته هېڅ کوم سم ځواب نه دی موندل شوی، خو يوه داسې ځای ته به مو بوځو چې هلته کوچنۍ چرګوړي روزل کېږي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
ډاکټر يپا وموندل چې ښېرازه شوې هګۍ د چرگې په نس کې په بچوڼي بدله شوه او هغلته بچوڼۍ له هګۍ ووت.
د مړې شوې چرگې معايناتو وښوول چې په بدن کې دننه له ټپونو مړه شوې ده.
په سرېلنکا کې د بي بي سي خبريال چارليس هيولاند وايي په هغه هيواد کې دا خبر د خبرونو په سر ټکو کې ځاى شوى دى.
د سرېلنکا يوې ورځپاڼې د دې خبر لپاره عنوان داسې ورکړى و:
هګۍ نۀ چرگه لومړى وزيږيده











