
چاودنې کې ژوبل شوي د ليډي ريډنگ روغتون کې داخل کړى شوي چې د څلور وضعه داندېښنې وړ ښودل شوې ده
لږ ترلږه ١٢ کسان د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ايالت د بم چاودنې له امله وژل شوي دي.
بريد چې پېښور کې د کواټ اډې کې شوى دى ٣٦ کسان ېې ژوبل کړي هم دي
پوليس وايي دا يو موټر بم بريد وو چې اډې کې دننه تر سره شوى دى.
د چارواکو په وينا بريد کې نز دې ۴۰ کيلوگرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.
چاودنې کې ژوبل شوي د ليډي ريډنگ په روغتون کې داخل کړى شوي چېرې چې د څلورو وضعه د اندېښنې وړ ښودل شوې ده.
د پېښور د پوليسو مشر، امتیاز الطاف، وايي په ظاهره دا چاودنه پېښور سره نزدې په باړې کې د اورپکو پر ضد د روانو عملياتو غبرگون کېدى شي.
د يادولو وړده چې د کواټ اده د پېښور ښار په منځ کې ده او د خيبر پښتونخوا د جنوبي ولسواليو(ضلعو) او د شمالي او جنوبي وزيرستان، کرمې او اورکزئي ايجنسۍ مسافرين ېې تگ راتگ لپاره کاروي.
















