د حمص په بمبارۍ کې دوه لوېديځ خبریالان وژل شوي

وژل شوي خبریالان

حمص له تېرو څو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو شاهد دی.

له سوریې راپورونه وايي چې د حمص په بابا عمر سیمه کې دوه لوېديځوال خبریالان وژل شوي.

ناتایید شوو راپورونو ویلي چې له وژل شوو یو امریکایی او بل فرانسوی دی.

د سوریې د حکومت مخالفین وايي دوی په بابا عمر کې د الوتکې د برید په پایله کې وژل شوي.

د حکومت ضد فعالینو ویلي، چې په دې برید کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

یوازې د تېرې سه شنبې پر ورځ، د سوریې په نارامیو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ۴۰ یې په حمص ښار کې وو.

حمص له تېرو څو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو شاهد دی.

د سره صلیب نړیوال سازمان د یوه داسې موقت اوربند غوښتنه کړې وه، چې په لړ کې یې دوی هغو سیمو ته انساني مرستې ورسوي، چې د حکومت د ځواکونو په بمباریو کې زیانمنې شوې دي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .