تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

د مشرانو جرگې 74 غړو د شلم قانوني تعديل په پلوۍ او يواځې دوو ېې په مخالفت کې رايه ورکړه
په پاکستان کې د مشرانو جرگې (سينټ) په اساسي قانون(ايين)کې ٢٠ ترميم(تعديل) په غوڅ اکثريت منظور کړى .دا ترميم چې ترمخه ېې راتلونکې کې بهر څخه پاکستان کې د هر ډول موقت مشر د ټاکلو مخنيوى شوى دى، د مشرانو جرگې ٧٤ غړو ېې په پلوۍ او يواځې دوو ېې په مخالفت کې رايه ورکړه.
ددې نه وړاندې ولسي جرگې يا قومي اسمبلۍ هم دا ترميم منظور کړى وو. دې تعديل کې د انتخاباتو د کمېسون د غړو د ټاکلوطريقه هم واضحه شوې چې د لومړي وزير سيد يوسف رضا گيلاني په وينا دې سره به راتلونکې هر ډول ټاکنې شفافه او ازاده وي.
د پاکستان د مالاکنډ په پوهنتون(يونېورسټۍ) کې د حقوقو د پوهنځي(لا ډېپارټمنټ) مشر عطا الله خان وايي چې د حکومت او اپوزيسون دواړو سياسي اړتياو ددې ترميم منظوري اسانه کړه. ده بي بي سي ته وويل که راتلونکې کې پاکستان کې د نگران يا موقت حکومت د جوړېدو اړتيا پېښيږي، هغه به د حکومت او اپوزيسون په مشوره جوړيږي نه داچې له بله ځايه به څوک د مشر په توگه ټاکل کيږي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .