جان مکین: سوري مخالفینو ته وسلې ورکړﺉ

جان مکین

جان مکین وویل ګومان کوي چې د سوریې له حکومت سره ایران او روسیه د ځینو توکو مرسته کوي.

امریکايي سناتور جان مکین چې منځني ختیځ ته په سفر ته تللی غوښتنه کړې چې د سوریې مخالفینو ته دې د ځان ددفاع لپاره وسلې ورکړل شي.

په قاهره کې د خبرو پرمهال سناتور جان مکین وویل د سوریې مخالفینو ته باید وسلې ورکړل شي چې دده په خبره د وژنو مخه ونیسي.

له قاهرې نه د بي بي سي خبریال جان لاین په دې هکله په خپل راپور کې وايي:

سناتور جان مکین په واشنګټن کې یوه بانفوذه څېره ده. د امریکا په کانګرس کې د نوموړي چې تېر ځل د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم کاندید و ډېر درناوی کېږي ځکه نو د هغه مشوره به واورېدل شي.

سناتور مکین وویل دا د نورو هېوادونو دنده ده چې د سوریې د مخالفینو مرستې ته په داسې حال کې ودانګي چې هغوی په ډله ییزه توګه وژل کېږي.

نوموړي په ځانګړې توګه پر ولسمشر اوباما غږ وکړ چې په دې تړاو خپل غږ پورته کړي.

سناتور مکین په روښانه توګه د سوریې مخالفینو ته د وسلو د ورکړې خبره وکړه.

تر دې مخکې د عربي اتحادیې له خوا په یوې اعلامیې کې هم په غیر مستقیم ډول همدا غوښتنه شوې وه.

خو ښاغلي مکین دا ونه ویل چې د سوریې مخالفینو ته دې امریکا وسلې ورکړي د هغه په خبره امریکا باید یوازې په تخنیکي او د مخابراتي وسایلو په برخه کې څومره چې کیدای شي مرسته وکړي.

نوموړي وویل ګومان کوي چې د سوریې له حکومت سره ایران او روسیه د ځینو توکو مرسته کوي.

امریکايي سناتور دغه راز ویل چې روسیې د سوریې په هکله د ملګرو ملتونو مسوده ویتو کړه څو موږ څه ونه شو کړای خو په سوریې کې د خلکو وژنه زموږ د اقداماتو لپاره جواز دی.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .