خسرو سنگروال
لندن مېشتى افغان ډاکټر

وېره دا ده چې د ځمکې په سر د وګړو د شمېر ډېرېدلو سره به د غوښې حیواني سرچینې د انسانانو په مړولو کې پاتې راشي.
ساینسپوهانو هغه لابراتواري هڅې ګړندۍ کړې دي چې موخه یې په مصنوعي توګه د خوراک لپاره د غوښنو محصولاتو جوړول دي.
هالنډ مېشت ساینسپوهان د ریښه یي حجرو د تکنالوژۍ په مټ په لابراتوار کې د غوښې د یوې ټوټې د جوړولو په درشل کې دي چې تمه ده په یو څو میاشتو کې یې د نړۍ د لومړني مصنوعي همبرګر په پخولو کې وکاروي.
هیله دا ده چې د دې څېړنو د پرمختګ په صورت کې به ډېر ژر مصنوعي غوښې د نننیو حیواني محصولاتو ځای تر ډېره ونیسي.
څاروي د غوښې ګرانه او غیر اقتصادي سرچینه بلل کېږي.
که څه هم تر راتلونکي مني پورې په دې تیارېدونکي مصنوعي همبرګر باندې به نږدې دوه سوه زره ډالره لګښت راځي، د دې پروژې سمبالونکي په دې باور دي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به په داسې علمي لارو چارو غور کوي چې مصنوعي غوښه په سوداګریزه پیمانه او ارزانه بیه تیاره کړي.
د هالنډ د مازتریخت پوهنتون په لابراتوار کې جوړېدونکې د غوښې دا ټوټه به دوه سانتیمتره اوږده، یو سانتیمتر پلنه او یو ملیمتر پېړه وي. څېړونکي وایي چې دا به سپینه تارینه غوښه وي چې وروسته به د وینې او مصنوعي وازدې سره ګډېږي، او د نړۍ تر ټولو ګرانبیه همبرګر کې به کارېږي.
د پروژې سمبالونکو ژملي دي چې د نړۍ یو نامتو آشپز به د دې همبرګر د پخولو لپاره رابلل کېږي، او کوم بل نامتو کس به د دې لومړني مصنوعي برګر خوړلو ته مېلمه کوي. دوي په دې توګه غواړي عامو وګړو ته وښیي چې مصنوعي غوښه خوندي او د خوراک وړ ده.
د اوس لپاره د مصنوعي غوښې په دود کولو کې ځینې ستونزې شته چې څېړونکي یې په اوارولو کار کوي. یوه ستونزه دا ده چې مصنوعي غوښه به د څارویو د غوښې په پرتله په خوند پیکه وي. څېړونکي وایي دوي به د هغو کیمیایي مرکباتو لټه کوي چې غوښې ته خوند بخښي.
د څارویو د ساتلو او پیولو له امله د چاپېریال ککړتیا هم ډېرو ته اندېښنې پیدا کړي دي.
کتونکي په دې باور دي چې که مصنوعي غوښه په سوداګریزه پیمانه تیاره شي نو دې سره به نړۍ کې د خواړو په شته سرچینو باندې ډېرېدونکی فشار یو څه کم شي.
وېره دا ده چې د ځمکې په سر د وګړو د شمېر ډېرېدلو سره به د غوښې حیواني سرچینې د انسانانو په مړولو کې پاتې راشي.
په دې سربېره د څارویو د ساتلو او پیولو له امله د چاپېریال ککړتیا هم ډېرو ته اندېښنې پیدا کړي دي.
دا چې د مصنوعي غوښې خوړل به خلکو ته په کلتوري توګه څومره د منلو وړ وي، یو جلا بحث دی چې څوک لا پرې نه دي غږېدلي.
د چاپېریال ساتنې ځینو فعالانو غږ کړی دی چې د ستونزو د اوارولو تر ټولو ښه لار دا ده چې د غوښې شته سرچینې وسپمول شي، او خلک د غوښنو خوراکونو ډېرې کارونې ته ونه هڅول شي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .