بې اجله مرګ نشته، سويډنی له واورو ژوندی وتلی

دغه موټر له عمومي سړکه يو کيلومتر لرې په ځنګله کې موندل شوی دی.

پوليس وايي يو سويډنی سړی چې له خپل موټر سره له واورو لاندې شوی وو، پرته له دې چې په تېرو دوو مياشتو کې څه وخوري ژوندی پاتې دی.

دغه موټر د جمعې په ورځ په شمالي سويډن کې له عمومي سړک نه شاوخوا يو کیلومتر لرې په يوه ځنګله کې موندل شوی دی.

پوليس وايي په وروستيو کې دغلته د تودوخې درجه د سانتي ګراد په حساب منفي ۳۰ ته ښکته شوې وه.

تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي چې ولې دغه کس په دې نه وو توانېدلی چې له خپل موټره راووځي.

پوليس وايي دغه کس چې ډير کمزوری برېښده يوازې څو کلمې خبرې کړي او ويلي يې دي چې دی د ډسمبر له ۱۹ په موټر کې وو.

ښايي هغه د واورو د ويلي شويو اوبو په څښلو ژوندی پاتې شوی وي.

پوليس وايي دوی د دغه کس د کیسې په اړه شک نه لري.

دغه کس اوس د درملنې لپاره روغتون ته استول شوی او ډاکټران وايي روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.

يوې ځايي ورځپاڼې ويلي دغه ۴۵ کلن سړی له واورو د ژغورنې د ګرځنده ډلو له لوري موندل شوی دی.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .