سترې محکمې د ګیلاني محاکمه وځنډوله

ګیلاني

ښاغلي ګیلاني ټنګار کوي، چې ولسمشر بشپړ قانوني مصونیت لري او وايي، چې دا تورونه سیاسي انګیزه لري.

د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګيلاني په اسلام اباد کې سترې محمکې ته په سپکاوي تورن شو خو هغه په ځان لګیدلی تور رد کړ.

د پاکستان د سترې محکمې د اوو قاضیانو د ډلې مشر قاضي ناصرالملک د ګیلاني پرضد د محکمې د سپکاوي رسمي تورونه ولوستل.

په دغو تورونو کې راغلي، چې لومړي وزیر د ولسمشر اصف علي زرداري پرضد د درغلۍ ددوسیې بیا پرانیستو لپاره د سترې محکمې په فرمان عملي کولو کې پاتې راغلی.

ګیلاني پرې لګول شوي تورونه رد کړل او وویل چې په محکمه کې به د ځان دفاع وکړي.

محکمې د ګیلاني د قضیې د اورېدو مساله د فبرورۍ تر ۲۲ پورې وځنډوله.

سترې محکمې څارنوال ته امر وکړ چې د فبرورۍ پر ۱۶ مه دې شواهد او د ګواهانو لیست سترې محکمې ته وړاندې کړي.

لومړی وزیر په شاوخوا یوه میاشت کې ددویم ځل لپاره محکمې ته حاضر شو، خو نن یې د محکمې له خوا د هغه فرمان له منلو انکار وکړ چې په وار وار ورته ویل شوي چې په سویس کې د ولسمشر د درغلۍ د دوسیې په اړه لیک واستوي.

محکمې ته ویل شوي چې له پاکستان څخه شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر په ناقانونه توګه د سویس بانکونو ته لېږدول شوي.

ستره محکمه

سترې محکمې څارنوال ته امر وکړ چې د فبرورۍ پر ۱۶ مه دې شواهد او د ګواهانو لیست سترې محکمې ته وړاندې کړي.

مخالفه ډله وايي چې د پیپلز ګوند چارواکو په تېرو دوو دورو حکومتونو کې له پاکستانه میلیونونه ډالر په ناقانونه توګه بهر ته لېږدولي دي.

یوسف رضا ګیلاني د پاکستان لومړنی صدر اعظم دی چې د محکمې له خوا پرې د سپکاوي تورونه لګول شوي.

ښاغلي ګیلاني ټنګار کوي، چې ولسمشر بشپړ قانوني مصونیت لري او وايي، چې دا تورونه سیاسي انګیزه لري.

ولسمشر زرداري ویلي، د هغه پرضد د لګول شوو تورونو ترشا سیاسي انګیزه ده.

سترې محکمې ته د ښاغلي ګیلاني د ورتګ پرمهال محکمې ته ټولې لارې تړل شوې وې او د امنیت لپاره د اسلام اباد پر فضا چورلکې چورلېدې.

په ښار کې هم سخت امنیت نیول شوی او په واټونو کې د اړدوړ ضد پولیس ګمارل شوي دي.

د ګیلاني قضیه د روانې فبرورۍ تر ۲۸ پورې ځنډول شوي دی.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي، که چېرې لومړی وزیر ګرم وخېژي، تر شپږو میاشتو پرې د بند د سزا او له څوکۍ د لیرې کېدا امکان شته.

د خپګان ورځ

د ولسمشر زرداري او ګیلاني د پيپلز پارټۍ جګپوړې غړې قمر زمان کیرا له سترې محکمې بهر ویلي: "نن د پاکستان لپاره د خپګان ورځ ده."

که زه پړ شم، نو بیا په پارلمان کې غړیتوب ونه لرم.

ګیلاني

په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان سترې محکمې د بخښنې هغه قانون لغو کړی، چې د مخکني ولسمشر پرویز مشرف د واکمنۍ پرمهال یې د اصف علي زرداري په ګډون د فساد له تور څخه د سلګونه سیاستوالو د مصونیت ملاتړ کاوه.

تېره اوونۍ لومړي وزیر ګیلاني له الجزیرې تلوېزیون سره په خبرو کې ومنله، که چېرې تورونه پرې ثابت شي، نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "که زه پړ شم، نو بیا په پارلمان کې غړیتوب ونه لرم."

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .