
د امنيت شورا قرارداد وروسته له هغه نتيجه ورنکړه چې روس او چين ويتو کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي چې عرب ليګ په سوريه کې د خپل ماموريت د بيا پيلېدو په اړه فکر کوي او په دې برخه کې يې له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه وويل په ملګرو ملتونو کې د سوريې په تړاو د يووالي نشتوالي د سوريې حکومت دېته وهڅاوه چې د خپلو خلکو پر وړاندې د جګړې محاذ پرانيزې.
تېره اوونۍ د سوريې د ستونزې د هواري په موخه د امنيت شورا هڅې هغه وخت له ناکامۍ سره مخامخ شوې چې روس او چين په دې تړاو وړاندې شوی قرارداد ويتو کړ.
په سوريه کې حکومتي ځواکونه د مخالفينو مرکزونه په پرله پسې ډول بمباري کوي.
د پرلپسې څو ورځنيو بمباريو له امله په حمص کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وويل: "زه ویره لرم هغسې چې امنيتي ځواکونه د حمص په ښار کې درنې وسلې کاروي، دا حالت به په راتلونکو ورځو کې تر دې نور خراب شي."
بانکې مون وايي، ده ته د عرب ليګ مشر نبيل العربي ويلي چې هغه په سوريه کې د څارونکو د ماموريت د بيا پيلولو اراده لري چې په دغه هېواد کې د روان تاوتريخوالي له امله درېدلې ده.
په راتلونکو ورځو کې موږ په دې اړه لا ډېرې خبرې کوو او د امنيت له شورا سره سلا مشوره کوو. موږ د دې لپاره هر ډول مرستې ته تيار يو چې وکړای شو د حالاتو د ښه والي په برخه کې خپل رول ولوبو.
بانکي مون
هغه وويل نبيل العربي په دې تړاو له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه کړې او وړانديز يې کړی چې سوريې ته د عرب لیګ او ملګرو ملتونو ګډ ماموريت بايد له ځانګړو ګډو استازو سره واستول شي.
هغه وويل: " په راتلونکو ورځو کې موږ په دې اړه لا ډېرې خبرې کوو او د امنيت له شورا سره سلا مشوره کوو. موږ د دې لپاره هر ډول مرستې ته تيار يو چې وکړای شو د حالاتو د ښه والي په برخه کې خپل رول ولوبو."
تر دې وړاندې امريکا د روسيې هغه وړانديز رد کړ چې ويلي يې وو د سوريې حکومت او د هغه مخالفين دې د ستونزې د هواري لپاره خبرې اترې پيل کړي.
سپينې ماڼۍ ويلي دي چې ولسمشر بشار الاسد د خبرو اترو وخت له لاسه ورکړی دی.
د سې شنبې پر ورځ د دمشق د سفر پر مهال د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي وو چې ولسمشر اسد د تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره له ټولو سياسي ډلو سره خبرو ته چمتو دی.






















