
پاکستان تل د ملکيانو وژنه په سختو ټکو غندلې ده.
په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکو لس وسله وال وژلي دي.
وژل شوي د حقاني شبکې غړي ښودل شوي.
برید د میرانشا په جنوب کې لس کیلومتره لیرې په سپلګاه سیمه کې شوی.
امنیتي چارواکو ویلي، په برید کې هغه ځای په نښه شوی، چې اورپکي پکې پټ وو.
تېره میاشت د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان په قبایلي سیمو کې د جاسوسي الوتکو له بریدونو ننګه وکړه.
د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
په وژل شوو کې د القاعدې شبکې جګپوړي غړي او ګڼ نور اورپکي هم شامل دي.
په یوه تازه تحقيقاتي راپور کې ویل شوي چې چې په تېرو دريو کلونو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې سلګونه ملکيان وژل شوې دي.
دغه راپور د عيني شاهدانو پر معلوماتو ولاړ دی چې وايي ځينو بريدونو په قبايلي غونډو کې ګډون کوونکي ملکيان هم په نښه کړي دي.
د دا ډول بريدونو يوه بېلګه د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې رامنځته شوه چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ کسه ووژل شول.
دغه بريد د پاکستان له يوې محکمې د سي آی اې د يوه قراردادي رېمنډېوس له خوشې کېدو يوه ورځ وروسته وشو.
په وروستيو کې ولسمشر اوباما دا رد کړه چې ګني د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د ډرون الوتکو په بريدونو کې ملکيان وژل کېږي.
راپور کاږي له دې ور اخوا په ځينو نورو پيښو کې بيا په دويم ځلي بريد کې هغه کليوال وژل شوي چې د لومړني هوايي ګوزار قربانيان يې ژغورل.
په وروستيو کې ولسمشر اوباما دا رد کړه چې ګني د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د ډرون الوتکو په بريدونو کې ملکيان وژل کېږي.
ده ټينګار وکړ چې د دغو بريدونو هدف يوازې اورپکي دي.
پاکستان تل د ملکيانو وژنه په سختو ټکو غندلې او چارواکي يې وايي چې دا راپور د پاکستان د دريځ تصديق کوي.
که څه هم پاکستان په ښکاره د امريکا له ډرون بريدونو سره مخالفت ښيي، خو د ويکي ليکس له لوري خپرې شوې ځينې مخابرې ښيې چې د پاکستان د سر سر چارواکي له دغو بريدونو سره موافق دي.




























