
ښاغلي لافروف په دمشق کې له ولسمشر اسد سره خپلې خبرې ګټورې وبللې دي. دا په داسې حال کې چې په حمص کې بيا جګړه روانه ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په دمشق کې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره خبرې کړې دي.
ښاغلي لاوروف دغه خبرې ګټورې بللې دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په داسې وخت کې دمشق ته ورسېد چې د بشار الاسد پلويانو له خوا يې بيرغونه په لاس هرکلی کېده.
هغه وېټو چې روسيې او چين د ملګريو ملتونو امنيت شورا کې وکاروله، د بشار الاسد پر نظام يې د فشار زورکم کړی دی.
پر لوېديځوالو سربېره د سوريې ګاونډيان هم په غوسه دي.
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان چې په انقره کې يې خبرې کولې، د روسيې او چين وېټو کارونه د متمدنې نړۍ پاتې راتلنه وبلله.
ده وويل ترکيه خپل وړانديزونه چمتو کوي.
ترکيه د سوريې جلاوطنو مخالفانو او د سوريې له پوځ بېلو شويو افسرانو کوربه ده.
خو په دمشق کې ښاغلي لاوروف ولسمشر اسد ته په دې وينا د لا نور ملاتړ اشاره ورکوله، چې ګنې د سوريې مشر د وينې توينې پای ته رسولو ته ژمن دی:
"موږ پر دې ټينګار کړی د هغه څه پر بنسټ چې د عربي ټولنې د تېر کال نومبر دويمې په وړانديز کې ځای شوي، څومره ژر چې وي، د دغه کړکېچ پای ته رسولو کې هر ډول مرستې ته چمتو يو.
په تېره بيا لکه څنګه يې چې مخکې ياد شوی وړانديز په ډاګه کوي، د سوريې ولسمشر راته ټينګار وکړ تاوتريخوالی چې له هرې خوا وي، دی يې پای ته رسولو ته ژمن دی."
ښاغلي لاوروف وويل حل لاره بايد د عربي ټولنې د نومبر دويمې پر وړانديز ولاړه وي، چې د سوريې له واکمن نظام نه غوښتنه کوي، له ښارونو دې ځواکونه وباسي، بنديان دې خوشي کړي او له مخالفانو سره دې خبرې پيل کړي.
ده وويل سوريه د يو نوي اساسي قانون په اړه ټولپوښتنې ته چمتو ده:
د سوريې ولسمشر راته ټينګار وکړ تاوتريخوالی چې له هرې خوا وي، دی يې پای ته رسولو ته ژمن دی
سرګې لافروف، د روسيې د بهرنيو چارو وزير
" ولسمشر اسد راته وويل په راتلونکو ورځو کې له هغه کمیسيون سره ګوري چې د نوي اساسي قانون مسوده يې چمتو کړې ده.
کار بشپړ شوی او کله چې د نوي اساسي قانون مسوده ولسمشر ته وسپارل شي، نو د سوريې د مهم نوي بسنټيز قانون په اړه به د ټولپوښتنې وخت هم اعلان شي.
د سوريې د دغه نوي بنسټيز قانون له مخې به ټولټاکنې ترسره کېږي، چې د ګوندونو د نوي قانون له مخې به په کې ګڼ شمېر ګوندونه برخه اخلي.
لکه چې ومې ويل ټاکنې د نوي اساسي قانون له مخې ترسره کېږي، چې له دې وروسته بعث ګوند ته کوم امتياز يا ګټه نه ورکوي"
خو ښاغلي لاوروف د عربي ټولنې د دې خبرې يادونه ونه کړه، چې د واک لېږدونې يوې برخې په توګه له ولسمشر اسد د دندې پرېښودو غوښتنه کوي.
په ملګرو ملتونو کې روسانو ويل دوی د نظام بدلونې پر ضد دي.
پر دمشق د خليج فشار
اوس په داسې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير د سوريې نظام ته د ملاتړ ټټر واهه، چې د دمشق مخالفو خواوو بيا د لا نور فشار راوړنې پر لار ګامونه اخيستل.
د سعودي په مشرۍ د خليج عربي هېوادونو ويلي دوی د سوريې سفيران شړي، او هم خپل سفيران ورستنوي.
خو ولسمشر اسد د نژدې راتلونکي په اړه کېدی شي لا باوري احساس وکړي.
دی د خپل تر ټولو مهم ملګري له لوري د ملاتړۍ سفر ليدونکی و، او په همدې وخت کې يې د عربي ټولنې او لوېديځو ځواکونو د ګډ ډيپلوماټيک زور مقاومت هم وکړ.
په دمشق کې د سرګې لافروف خبرو او لاسته راوړنو ته په غبرګون کې امريکا ويلي دوی د نوموړي سفر ته په شک ګوري.
د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني وويل پر ولسمشر اسد تکيه ناکامه تګلاره ده:
"موږ په دې اړه باوري نه يې چې د ده د ليدنې موخې څه دي.
څه چې موږ يې دلته يادونه کوو، دا دي، روسيه بايد پوهه شي چې پر اسد د هر څه شرط وهنه يوه ناکامه تګلاره ده.
نه يوازې په سوريه کې د روسيې د ګټو په اړه، بلکې د دغې سيمې د ارامۍ او د سوريې د راتلونکي په اړه هم"
په همدې مهال د سوريې پوځ پر حمص ښار د د هاوانونو او توپونو بريدونه روان ساتلي دي.
دغه بريدونه داسې ښکارېدل چې د حمص بابا عمرو سيمه يې په نښه کړې وي.
د بي بي سي يو خبريال چې په حمص کې دی، وايي لا ډېر وګړي اوس خوړو او د ژوند نورو اړينو توکيو ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ دي، او هر څوک چې له دغه ښاره د وتلو هڅه وکړي د واکمن نظام نښه ويشتونکيو له خوا پرې ډزې کېږي.











































