-
راسره شئ
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

لومړى وزير گيلاني وايي پخواني پوځي ديکتاتور افغان تگلاره جوړه کړې وه
قطر ته تر سفر وړاندې په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د پاکستان لومړي وزير د افغانستان په باب د خپل هيواد پر تگلارو خبرې وکړې.
يوسف رضا گيلاني وويل اوسنۍ تگلارې ته بايد له سره کتنه وشي.
د ښاغلي گيلاني استدلال دا و چې د افغانستان په باب د پاکستان اوسنۍ تگلاره د دۀ په وينا يوۀ پوځي ديکتاتور جوړه کړې وه.
دۀ د پاکستان پخوانى واکمن جنرال پرويز مشرف پوځي ديکتاتور بالۀ.
خبريالان وايي ښاغلى گيلاني به په قطر کې د افغانستان د سولې په بهير هم خبرې کوي.
قطر هغه هيواد دى چې وايي وسله والو طالبانو ته پکې د دفتر پرانيستلو وړانديز شوى دى.
له اسلام اباده د بي بي سي خبريال طاهر خان رپوټ لري.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .