
محمد نشید له ۲۰۰۸ کال راهیسې د مالدیپ ولسمشر و.
هغه خپله استعفا وروسته تر هغه د تلویزیون له لارې اعلان کړه، چې د یوه جګپپوړي قاضي د لېرې کولو له حکم سره لاریونونه وشول.
ښاغلي نشید لوړ پوړی قاضي د مخالفې سیاسي ډلې په ملاتړ تورن کړی چې مشري یې پخوانی ولسمشر محمد عبدالقیوم کوي.
اټکل کیږي چې د ولسمشر مرستیال به د چارو واګې په لاس کې واخلي.
تر دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د یاغي پولیسو ډلې د هغه هېواد د تلویزیون ستیشن تر خپلې ولکې لاندې راوستی او پر ولسمشر محمد نشید یې غږ کړی وو چې له خپلې دندې لاس په سر شي.
د دوشنبې په ورځ شاوخوا پنځوس پولیسو د حکومت له امر سرغړونه وکړه چې د پخواني ولسمشر محمد عبدالقیوم د پلویانو د لاریون مخه ونیسي.
حکومت له دې انکار کوي چې پر لاریون کوونکو پولیسو یې د ربړي ګولیو د ویشتلو امر کړی دی.
د قاضي نیول
ولسي لاریونونه تر هغه وروسته ډېر شول، چې پوځ تېره میاشت یو قاضي (عبدالله محمد) ونیو.
حکومت وايي ددغه قاضي د ځينو پرېکړو ترشا سیاسي انګیزه وه.
د حکومت په وینا، د حکومت مخالفي فعال په خوشي کولو سره د مالدیپ د قضايي سیستم په نا پيېلي توب شکونه راپیدا شول.
په سیمه کې د بي بي سي خبریال چارلز هفلاند وايي، اساسي قانون تر ۲۰۰۸ ټاکنو وروسته محمد نشید ته دا حق ورکړ چې واک ته ورسېږي.
محمد نشید تر هغه مخکې د بشري حقونو په برخه کې یو فعال و.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .