
راپور وايي د ډرون په يوه بريد کې ۴۰ قبايلي کسان ووژل شول.
د تحقيقاتي ژورنالېزم د يوه راپور موندنې چې دفتر يې په لندن کې دی ښيي چې په تېرو دريو کلونو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې سلګونه ملکيان وژل شوې دي.
دغه راپور د عيني شاهدانو پر معلوماتو ولاړ دی چې وايي ځينو بريدونو په قبايلي غونډو کې ګډون کوونکي ملکيان هم په نښه کړي دي.
د دا ډول بريدونو يوه بېلګه د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې رامنځته شوه چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ کسه ووژل شول.
دغه بريد د پاکستان له يوې محکمې د سي آی اې د يوه قراردادي رېمنډېوس له خوشې کېدو يوه ورځ وروسته وشو.
راپور کاږي له دې ور اخوا په ځينو نورو پيښو کې بيا په دويم ځلي بريد کې هغه کليوال وژل شوي چې د لومړني هوايي ګوزار قربانيان يې ژغورل.
په وروستيو کې ولسمشر اوباما دا رد کړه چې ګني د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د ډرون الوتکو په بريدونو کې ملکيان وژل کېږي.
ده ټينګار وکړ چې د دغو بريدونو هدف يوازې اورپکي دي.
پاکستان تل د ملکيانو وژنه په سختو ټکو غندلې او چارواکي يې وايي چې دا راپور د پاکستان د دريځ تصديق کوي.
که څه هم پاکستان په ښکاره د امريکا له ډرون بريدونو سره مخالفت ښيي، خو د ويکي ليکس له لوري خپرې شوې ځينې مخابرې ښيې چې د پاکستان د سر سر چارواکي له دغو بريدونو سره موافق دي.





















