اوباما: د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوو

اوباما

ښاغلی اوباما وايي دوی خورا ځير دي چې له ډرون الوتکو څه ډول کار واخلي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په ښکاره دا خبره منلې چې هېواد يې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوي.

په دغو بريدونو کې له ډېورېنډ کرښې سره نژدې قبايلي سيمو کې له القاعدې سره په تړاو شکمن اورپکي په نښه کېږي.

ولسمشر اوباما دغه بريدونه "په نښه شوې او متمرکزه هڅه" وبلله چې "د فعالې ترهګرۍ لست کې ځای شوي خلک په کې په نښه کېږي."

امريکا په عادي توګه د برې پيلوټه الوتکو عملياتو په اړه خبرې نه کوي.

ولسمشر اوباما دغه څرګندونې د ګوګل پر ټولنيزې شبکې (+Google) د يو ساعته وېډيويي خبرو په ترڅ کې کولې، چې پر يوټيوب هم پر ژوندۍ بڼه خپرېدې.

مخکې له دې چې خبرې پيل شي، څه د پاسه ۱۳۰۰۰۰ پوښتنې سپارل شوې وې، او ۶ کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه چې پر ليکه له ولسمشر اوباما سره په دغه فعاليت کې مله شي.

دوی کولی شوی چې له ولسمشر اوباما پوښتنې او په ځوابونو پسې نورې پوښتنې هم وکړي.

دغه فعاليت د کانګرېس ګډې غونډې ته د ولسمشر اوباما د جنورۍ ۲۴ مې وينا سره په تړاو د ټولنيزو رسنيو اوونيزې بوختيا په پای کې کېده.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن په ګډون د اوباما ادارې چارواکيو تېره اوونۍ د ټويټر د "دفتري کار وخت" فعاليت ترسره کړی و.

پټه جګړه

موږ خورا ځير يو چې له دغو الوتکو څه ډول کار واخلو. دا پر هغو کسانو د مخامخ گوزار هڅه ده چې د فعالو ترهگرو په نوملړ کې راځي او غواړي امريکاييانو ته زيان واړي، امريکايي تاسيسات، اډې او دې ورته ځايونه وولي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما

په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې جنګياليو په څار او نښه کولو کې د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو جګړه ييز فعاليت د امريکا ادارې يوه مهمه تګلاره ده.

دغه ډول بريدونه د ولسمشر اوباما ولسمشرۍ موده کې ډېر شوي دي.

د بې پيلوټه الوتکو بريدونو په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې ولسمشر اوباما وويل "ډېری دغه ډول بريدونه په فاټا کې کېږي" چې د (پاکستان) فډرالي حکومت له خوا اداره کېدونکې قبايلي سيمې دي.

د يوې قاعدې په توګه د اوباما اداره د بي پيلوټه الوتکو او بريدونو په اړه يې ډانګ پېيلي بحثونه نه کوي.

په پاکستان کې دغه بريدونه په ځانګړي توګه له نژدې څارل کېږي.

نو دا يو ډول ناببره پرمختګ و چې ولسمشر اوباما په کې په خپله پر انټرنېټ د خبرو پر مهال دې تيار شو چې ووايي ګنې د ډېورېنډ کرښې په اوږدو قبايلي سيمو کې بريدونه کوي.

د يو پوښتونکي له خوا د ملکيانو د مرګژوبلې پر سر پر ده فشار راوړل شو، او هم پر دې خبره چې دا کار له مځکنۍ بشپړتيا سرغړونه نه ده.

ولسمشر اوباما په ځواب کې وويل دوی په بريدونو کې کره ګام اخلي:

"موږ خورا ځير يو چې له دغو الوتکو څه ډول کار واخلو. دا پر هغو کسانو د رسا گوزار هڅه ده چې د فعالو ترهگرو په نوملړ کې راځي او غواړي امريکاييانو ته زيان واړي، امريکايي تاسيسات، اډې او دې ورته ځايونه وولي."

د امريکا د بې بيلوټه الوتکو پټو عملياتو په اړه ډېر کم تفصيل خپرېږي، چې د امريکا استخباراتي بنسټ سي ای اې له خوا اداره کېږي، او موخه يې د ډېورنډ کرښې اوږدو غرنيو سیمو کې د القاعدې او طالبانو اورپکي وي.

د فرانسې خبری اېجنسۍ (AFP) په وينا په دغو سيمو کې په ۲۰۱۱ کال کې د امريکا ۶۴ توغنديزو بريدونو راپور ورکړل شوی، چې دا شمېر په ۲۰۱۰ کال بيا له دې ډېر وو او ۱۰۱ ښودل شوی دی.

دغو بريدونو تل په پاکستان کې غوسه راپارولې، چې ډېر اړخونه په کې ټينګار کوي دغه ډول بريدونه د ملکيانو ترمنځ بې توپيره مرګونه او ټپونه پېښوي.

په پاکستان کې د امريکا ضد احساساتو د امريکا هغو ځانګړيو عملياتو په پايله کې زور اخيستی چې د ۲۰۱۱ کال مۍ په لومړيو کې يې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په کې وواژه.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .